شهیدي: امریکا ته راغلم چې پاکستان څخه راستانه شویو افغانانو ته مرستې ټولې کړم

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي د امریکا متحدو ایالتونو ته راغلی دی چې له پاکستان څخه د تازه راستانه شویو افغانانو لپاره مرستې ټولې کړې.

حشمت شهیدي امریکا غږ ته وویل چې متحدو ایالتونو ته یې د سفر یو لوی هدف راستانه شویو افغانانو ته د مرستو ټولول دي، خو زیاته یې کړه چې دلته به د افغانانو د کرکت د ځینو کلبونو له مسئولینو سره هم ملاقات کوي او د کرکټ د ودې په اړه به خپل نظریات او تجارب شریکوي.

د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې د افغانانو یوې ټولنې «افغان کلتوري ټولنې» د شنبې په ورځ هغه ته د غونډې تابیا کړې ده. ټاکل شوې چې شهیدي به د امریکا ځینو نورو ښارونو او ایالتونو ته هم سفرونه کوي او له مېشتو افغانانو څخه به د راستانه شویو کډوالو لپاره د مرستې غوښتنه کوي.

پاکستان تېره میاشت اعلان وکړ چې څه باندې یو میلیون افغانان چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نلري،‌ شړي. د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه راهېسې څه باندې ۳۷۰زره افغانان له پاکستان څخه شړل شوي او یا خپله وتلي‌ دي. راپورونه وایي چې اکثریت ستانه شوي کډوال سرپناوې او د ژوند نور امکانات نلري.

د پاکستاني چارواکو په وینا شاوخوا څلور میلیون افغان کډوال په دغه هېواد کې اوسېږي، چې ۱.۷ میلیون یې د اوسېدو قانوني اسناد نلري، اکثریت دا افغانان افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته پاکستان ته تللي دي. دوی وايي د طالبانو په حکومت کې یې ژوند په خطر کې دی،‌ سره له دې چې طالبانو «عمومي بخښنه» اعلان کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې په ژمي کې دې افغانان نه شړي‌ او دا لړۍ دې بنده کړي.

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه. د دغې لوبې غوره لوبغاړی افغان توپ‌ وهونکی ابراهیم ځدراڼ شو. هغه خپله جایزه له پاکستان څخه راستانه شویو افغانانو ته ډالۍ کړه، چې دغه کار په پاکستان کې یو لړ انتقادونه راوپارول خو یو شمېر نورو بیا هغه بشري خواخوږي وګڼله.

حشمت شهیدي هم په نړیوال جام کې د سیالیو په مهال ویلي وو چې ټول افغان لوبغاړي د دغو کډوالو تر څنګ ولاړ دي. نوموړی څو ورځې مخکې په تورخم کې د راستانه شویو کډوالو لیدو ته هم ورغلی و او هلته یې وویل چې امریکا بریتانیا ته سفرونه کوي چې هغوی ته مرستې راټولې کړې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "شهیدي: امریکا ته راغلم چې پاکستان څخه راستانه شویو افغانانو ته مرستې ټولې کړم"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*