د طالبانو حکومت وايي پر فېسبوک د “محدوديت” يا “بنديز” لپاره يې تګلاره جوړه کړې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، یوه تګلاره یې جوړه کړې چې له مخې به یې په افغانستان کې پر ټولنیزې رسنۍ، فېسبوک (مېټا)، محدودیت یا ښايي بشپړ بندیز ولګول شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر یې، نجیب الله حقاني، دا خبره له طلوع نیوز سره مرکه کې کړې ده. موخه یې پر فېسبوک د وخت او پیسو د لګښت او د هغه څه مخنیوی بللی، چې غیراخلاقي مسایل یې بللي دي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې پر راډیوګانو او ټلوېزیونو هم بېلابېل محدودیتونه لګولي، چې له امله یې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

له څه مودې راهیسې دا اوازه وه چې د طالبانو حکومت غواړي په افغانستان کې پر فېسبوک بندیز ولګوي.

په مرکه کې نجیب الله حقاني وايي، د فېسبوک د بندولو یا محدودولو پالیسي د ده په ټکو د افغان ملت په ګټه ده چې ورسره به د خلکو د پیسو او وخت ضایع کېدو مخنیوی وشي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر زیاتوي، “هېچاته اجازه نه ورکوي چې د خپل تجارت لپاره افغان ټولنه کې غیر اخلاقي مطالب خپاره کړي.”

دی وايي، افغان ځوانان اوسمهال زدکړو ته اړتیا لري او نباید په ټولنیزو شبکو کې خپل وخت ضایع کړي خو دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي.

د طالبانو حکومت له وړاندې په ټیک ټاک ټولنیزې شبکې او پبجي ګیم بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ چارسمبالی وزیر نجیب الله حقاني وايي، په هېواد کې د سایبري جرمونو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او په دې برخه کې لابراتوار جوړېږي. هغه وايي د دې کار لپاره قرار داد شوی.

نوموړی زیاتوي، د ډيټا یا معلوماتو خوندي ساتلو یا بک اپ لپاره یې یو ډيټا سېنټر هم فعاله کړی چې که د یوې ادارې پر معلوماتي شبکې سایبري برید کېږي، دوی کولی شي له بک اپ څخه یې بېرته معلومات پر لیکه کړي.

په افغانستان کې خلک ډېری وخت د انټرنېټ د ټیټ کیفیت او لوړ قیمت څخه شکایتونه کوي.

د ټکنالوژۍ وزارت چارسمبالی وايي، اوسمهال افغانستان کې ۲۲ اعشاریه ۷ میلیونه فعال سیمکارتونه کارېږي چې ورسره ۶۱ سلنه خلک له مخابراتي خدمتونو استفاده کوي. ښاغلی حقاني زیاتوي، له دې ډلې ۱۲ اعشاریه اووه میلیونه سیمکارټونو کې انټرنټ کارول کېږي.

خو وزارت وايي په دې شمېر کې داسې خلک هم شامل دي چې د یوه پرځای څو سیمکارتونه استعمالوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د طالبانو حکومت وايي پر فېسبوک د “محدوديت” يا “بنديز” لپاره يې تګلاره جوړه کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*