د طالبانو ستره محکمه وايي، چې سبا دوشنبه روژه نه ده

په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) اعلان وکړ، چې سبا دوشنبه روژه نه ده.

د دوی په خبره، چې د سترې محکمې د هلال کمېټه به سبا دوشنبه د روژې پرېکړه کوي.

د سترې محکمې د خبر له مخې، چې د هلال کمېټه به سبا دوشنبه د روژې د لومړۍ ورځ د معلومولو لپاره ناسته وکړي.

د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو سترې محکمې په ولايتونو کې اړوند د هلال ولايتي کمېټو ته دنده سپارلې، چې د مياشتې د ليدو لپاره تیاری ونيسي.

افغانستان وړاندې د سعودي عربستان سره یو ځای روژه او اختر کاوه؛ دا ځکه، چې په سعودي عربستان کې مياشت تر افغانستان مخکې ښکاره کيږي.

طالبان واک ته په رسېدو تر ډېره د خپلو پرېکړو له مخې د روژې او اختر لومړۍ ورځ ټاکي.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت هم د روژې په مياشت کې دولتي کارکوونکو ته کاري مهالوېش اعلان کړی.

دغه وزارت په يوه مکتوب کې مامورينو ته د کار د شروع وخت د سهار له ۹ بجو بیا د ماسپښين تر ۲ بجو ټاکلی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ويلي، چې توليدي بنسټونه، دايمي فعال سکتورونه، روغتيايي مرکزونه، د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو بنسټونه د خپل کاري مهالوېش له مخې دندې تر سره کولای شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د طالبانو ستره محکمه وايي، چې سبا دوشنبه روژه نه ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*