د غزني اوسېدونکو په شخصي لګښت د ۳۱ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل کړې

💬0

د غزني اوسېدونکو په شخصي لګښت د ۳۱ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل کړې

د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ اوسېدونکي د سړک د نشتوالي له امله له کلونو ستونزو وروسته خپله لاس په کار شوي او په شخصي لګښت یې د ۳۱ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

د ځایي خلکو په خبره، پر دغه سړک شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې کولی شي د څو ولسوالیو او حتی د روزګان د ځینو سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.

دوی زیاتوي چې د دغه سړک ټول لګښت د ځایي خلکو له ګډې مالي ونډې او د سیمې له خیریه صندوق سره له شوې مرستې برابریږي.

د قره‌باغ ولسوالۍ اوسېدونکي، عبدالخالق فیاض و ویل: «د کابل-کندهار تر لویې لارې دا سړک ۳۱ کیلومټره دی، چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او اوس یې د ماشینونو کارونه پیل شوي دي.»

د قره‌باغ ولسوالۍ بل اوسېدونکي، محمد طاهر کریمي و ویل: «داسې ورځې هم پر موږ تېرې شوي چې تر عمومي لویې لارې مو خپل ناروغ په یوه شپه او ورځ کې نه شو رسولی، نو اړ شوو چې خپله لاس په کار شو.»

ځایي خلک وایي، د دې سړک په جوړېدو سره به د غزني د قره‌باغ، جاغوري، مالستان او اجرستان ولسوالیو ترڅنګ د روزګان ولایت د ځینو سیمو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هم راکمې شي.

د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي، قرباني و ویل: «د مالستان، اجرستان او د روزګان او زابل د ځینو سیمو اوسېدونکي هم له دې لارې تګ راتګ کوي.»

په همدې حال کې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د دوی ستونزې په بنسټیز ډول حل کړي او له دې پروژې ملاتړ وکړي.

د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی، طالب حسین فهیي وایي: «زموږ غوښتنه دا ده چې پر دې سړک قیر واچول شي.»

د ځایي اوسېدونکو د مالوماتو له مخې، په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې په میلیونونو افغانیو شخصي لګښت او ولسي ملاتړ د ښوونځیو ودانۍ، د اوبو ذخیروي بندونه، پلونه او استنادي دېوالونه جوړ کړي او لسګونه ټولګټې پروژې یې پلي کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د غزني اوسېدونکو په شخصي لګښت د ۳۱ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*