
د غزني د ناور دښتې پېچلې لارې؛ مسافر د نادرکه کېدو له ګواښ سره مخ دي
د غزني د ناور دښته، چې ګڼې فرعي لارې یې له یو بل سره ګډې شوي، د مسافرو او لارویانو د نادرکه کېدو او مړینې ګڼې دردونکې کیسې لري.
هغه مسافر چې پر دغه لار تګ راتګ کوي، د ورکېدو له وېرې د لارو د نښه کولو غوښتنه کوي.
مسافر او ځايي اوسېدونکي وایي، نابلده کسان، په ځانګړې توګه په ژمي کې د لارې د غلطولو له امله له سختو ستونزو سره مخ کیږي او ان ډېر کله درنې واورې او سړه هوا د دوی ژوند اخلي.
د دوی په خبره، د دښتې په وروستۍ برخه کې یوه هدیره ده چې له سلو زیات هغه مسافر پکې خاورو ته سپارل شوي چې د سړې هوا، واورې او یا هم د لارې د غلطولو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ډایکنډي اوسېدونکي، محمد حسین و ویل: «دې دښته کې هرې سیمې ته بېلابېلې لارې غځېدلې دي، چې د ډېرو لارو له امله موټر چلوونکی خپله اصلي لاره غلطوي. کله چې هوا توپاني وي، واوره او باران وي او یا هم موټر چلوونکی نابلده وي، له خپلې اصلي لارې اوړي او نادرکه کیږي.»
د غزني د ناور ولسوالۍ اوسېدونکي، علي و ویل: «دلته ځینې وخت مسافر په لارو کې د سختې یخنۍ او درنو واورو له امله بند پاتې کیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.»
د دغې لویې دښتې له لارې د غزني د ناور، اجرستان، مالستان او ځینو نورو سیمو او ولسوالیو ترڅنګ، د ډایکنډي او بامیان یو شمېر اوسېدونکي هم تګ راتګ کوي.
د بامیان د ورس ولسوالۍ اوسېدونکي، قاسم و ویل: «دا د خلکو تر وس وتلې ده، باید حکومت په دغه دښته کې اصلي لارې پاکې او مشخصې کړي. په دښته کې باید پر لارو نښې ولګول شي او د ژمي پر مهال باید دغه لارې له واورو پاکې شي.»
د ناور ولسوالۍ اوسېدونکي، علي محمد و ویل: «دا سیمه ګڼ سړکونه لري او هرکله چې هوا توپاني وي، خلک خپلې لارې غلطوي او نادرکه کیږي. موږ له حکومته غواړو چې دا سړکونه چغلاندازي کړي او نښې پرې ولګوي.»
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس هم دغه ستونزه مني او په یاده دښته کې د اصلي لارو د مشخصولو لپاره د نښو لګولو د بهیر د پیلېدو ډاډ ورکوي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس، حمیدالله نثار په دې اړه و ویل: «د ناور دښته پراخه دښته ده، چې ډېرو ولسوالیو او سیمو ته پکې لارې غځېدلې دي. باید دغه لارې د نښو په مرسته مشخصې شي او زه باور لرم چې په راتلونکي کې به دغه چاره ترسره شي.»
د غزني د اجرستان، مالستان او ناور ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې یوازې په ناور دښته نه راټولیږي، بلکې هسکو کوتلونو او پېچلو لارو یې دا کړاو څو برابره زیات کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "د غزني د ناور دښتې پېچلې لارې؛ مسافر د نادرکه کېدو له ګواښ سره مخ دي"