
د غزني په اجرستان کې د سرطان ناروغۍ د پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي
د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ د ګلدرې سیمې اوسېدونکي وایي، په وروستیو کلونو کې په دې سیمه کې د سرطان ناروغۍ پېښې په بېساري ډول زیاتې او لسګونه کسان یې قرباني شوي دي.
د ځایي خلکو په وینا، د ګلدرې په شاوخوا شلو کلیو کې له ۱۳۹۵ لمریز کال راهیسې له ۱۱۰ څخه ډېر کسان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي دي، که څه هم دغه شمېرې تر اوسه د کومې رسمي روغتیايي ادارې له لوري نه دي تایید شوې.
د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکی سردار ولي هېوادمل وایي: «موږ یوازې په ګلدره کې چې شاوخوا ۱۵ کلي کېږي، کور په کور سروې کړې ده. د سروې معلوماتو له مخې، له ۱۳۹۵ کال راهیسې په دې سیمه کې ۱۱۰ تنه د سرطاني ناروغیو له امله مړه شوي او د معایناتو اسناد هم موجود دي.»
ځايي اوسېدونکي وایي، په وروستیو کلونو کې په ځینو کورنیو کې د سرطان له امله ګڼ کسان مړه شوي او د دې ناروغۍ د اصلي لاملونو د موندلو لپاره د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کوي.
د اجرستان اوسېدونکی ګل محمد وایي: «سرطان ناروغي زموږ په سیمه کې بیخي زیاته ده. له تېرو څلورو کلونو راهیسې زما د کورنۍ لس غړي؛ د تره زامن، تره، اوښۍ، خورزه، وراره او د تربره زامن د سرطان له امله مړه شوي دي.»
په همدې حال کې، د اجرستان روغتیايي مسوولان هم په سیمه کې د سرطان د ناروغیو د زیاتوالي خبره کوي او وایي، د معدې او مرۍ سرطان ډېر لیدل کېږي.
د اجرستان کلینیک د داخله څانګې ډاکټر سلطان محمد جامع وایي: «دلته په دې درېیو میاشتو کې تر ۲۰ تنه هغه ناروغان راغلي چې بیرون یې د خپلو ناروغیو تشخیص کړی او په سرطان ناروغۍ اخته شوي دي. په ټوله کې دلته په اجرستان کې د سرطاني ناروغیو کچه لوړه ده او په ځانګړي ډول د معدې او مرۍ د سرطان.»
بلخوا، د عامې روغتیا وزارت وایي، د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ به د هېواد په زونونو کې د سرطان د تشخیص نوي ماشینونه فعال کړي او د غزني په ګډون هغو سیمو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي چې د سرطان پېښې پکې زیاتې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي: «موږ د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته د سرطان ناروغیو د تشخیص ځینې ماشینونه د هېواد په زونونو کې فعالیت ته چمتو کړي او خپل خدمتونه به پیل کړي. د دې ترڅنګ، د روغتیا وزارت غزني په ګډون هغو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کوي چې هلته د سرطان د پېښو کچه لوړه وي.»
اجرستان د غزني له لرې پرتو ولسوالیو څخه ده چې اوسېدونکي یې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري. د سیمې خلک وایي، د اقتصادي ستونزو، اوږدو لارو او د متخصصو روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له امله ډېری ناروغان پر وخت درملنې ته نه رسېږي او د ناروغۍ د لاملونو د معلومولو لپاره د علمي او هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کوي.
لومړی نظر وکړئ on "د غزني په اجرستان کې د سرطان ناروغۍ د پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي"