د لوږې ناورین؛ په ۲۰۲۴ کال کې د افغان ماشومانو لپاره ګواښ

د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې له هرو درې ماشومانو یو یې له لوږې سره مخ کېږي.

د دغه صندوق د راپور له مخې، د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې به په افغانستان کې د شاوخوا ۷ مېلیونه ماشومانو په ګډون نږدې ۱۶ مېلیونه کسان د خوړو له نا امنۍ سره مخ شي.

 په راپور کې دغه راز راغلي چې په سږني ژمي کې کاري فرصتونه کمېږي او د خوراکي او سون توکو بیې معمولاً لوړېږي چې په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتېدو لامل کېږي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي: « اټکل کېږي چې د ۲۰۲۴ کال له مارچ میاشتې مخکې به ۱۵.۸ مېلیونه تنه (د افغانستان د نفوس څه باندې درېیمه برخه) د خوړو له شدید نه خوندېتوب سره مخ شي، چې د هغوی نږدې نیمایي چې ۷.۸ مېلیونه کېږي، ماشومان دي.» 

بل خوا، په پلازمېنه کې یو شمېر ماشومان وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي دي، چې درنو کارونو ته مخه کړي.

 مهدي، چې د کار او بشري مرستو له نشتوالي شکایت کوي، د طلوع نیوز خبریال ته وویل: « په کور کې سرپرست نه لرو، په ورځ کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو کار کوم، له اسلامي امارت څخه غواړم چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي.»

فرشاد، هغه ماشوم چې درانه کوي، وویل: « پلار مې هیڅ کار نه کوي، خپله راځم دلته پیرکي خرڅوم او په پیسو کور ته یو څه وړم.» 

په همدې حال، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې د ۲۰۲۳ کال له جنوري تر اکټوبر میاشتې پورې یې د څه باندې دوه میلیارد ډالرو په ارزښت له نږدې درویشت میلیونه افغانانو سره مرسته کړې ده.

د اوچا په راپور کې راغلي: « د ۲۰۲۳ کال د جنوري او اکټوبر میاشتو تر منځ، فعالو بشري سازمانونو په افغانستان کې له ۲۱.۳ میلیونه کسانو سره د خوراکي او معیشتي ملاتړ په برخه کې، له ۱۳.۷میلیونه تنو سره د روغتیا برخه کې، له ۸.۹ میلیونه تنو سره د اوبو په برخه کې او  له ۴.۸ میلیونه ماشومانو او امیندوارو/ شېدې ورکوونکو ښځو سره د تغذیې په برخه کې مرسته کړې ده.»

د اقتصاد وزارت مرستیال، عبداللطیف نظري په دې اړه وویل: « د ملګرو ملتونو بشري مرستو د لوږې پر کمښت یو څه اغیزې کړې، خو د ملګرو ملتونو په ګډون له مرستندویو بنسټونو غواړو چې په پراختیایي برخو کې مرستې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، چې په راتلونکي کال کې به اقلیمي بدلون، وسله والې نښتې او اقتصادي فشارونه په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره نړۍوال ملاتړ کم کړي.

د دغې کمېټې له خوا خپور شوی نوملړ ښيي، چې د افغانستان په ګډون شل هېوادونه په ۲۰۲۴ کال کې د بشري ناورین د لا خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د لوږې ناورین؛ په ۲۰۲۴ کال کې د افغان ماشومانو لپاره ګواښ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*