پاکستان دولت ته د محکمې امر: له ملګرو ملتونو سره راجستر شوي افغان کډوال مه بنديانوئ

د اسلام اباد سترې محکمې د پاکستان دولت ته امر کړی، هغه افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا راجستر شوي، بنديان نه کړي.

که څه هم د اسلام اباد سترې محکمې د پاکستان دولت ته امر کړی، هغه افغان کډوال چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا راجستر شوي، بندي نه کړي، خو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ لا هم دوام لري.

یو شمېر پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد د سترې محکمې د دغه حکم په اړه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې دغې محکمې د پاکستان له دولته غوښتي چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د کنوانسیون له مخې یو میکانیزم جوړ کړي.

د اسلام اباد د سترې محکمې په ۲۱ مخیز حکم کې دا هم ویل شوي چې په دغه هېواد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا د کډوالو د وضعیت له تایید وروسته او دا چې هغوی په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو اراده لري، کډوال باید د تر محاکمې لاندې بنديانو په توګه، په زندان کې ونه ساتل شي.

خو د پاکستان په سند ایالت کې د افغان کډوالو وکیله، منيزه کاکړ وايي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ لا نه ده درېدلې او ان هغه کسان نیول کېږي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد لري.

نوموړې په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: “په پاکستان کې تر اوسه د افغانانو د نیولو بهیر دوام لري، تر اوسه افغانان بنديان کېږي. په دې ورځو کې یواځې په کراچۍ ښار کې ٧٠٠ افغان کډوال چې د دې ځای د اوسېدو کارتونه هم لري، بندیان شوي چې ٨٧ سلنه يې هغه افغانان دي چې کارت لري او په ‘یو اين ايچ سي آر’ کې ثبت شوي دي.”

د افغان کډوالو د شورا مشر مير احمد روفي هم وايي چې د اسلام اباد د سترې محکمې دغه حکم په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نيولو د ختمېدو په معنا نه دى.

هغه ازادي راډيو ته وویل: “دا د غیرقانوني کډوالو د نیولو د درېدو په معنا نه دی. څرنګه چې تاسو په جریان کې یاست دلته څو ډول کډوال دي.”

په ورته وخت کې په پاکستان کې د عصمت الله سعادت په نوم یو افغان کډوال، چې درېیم هېواد ته د خپل کېس د بهیر بشپړېدو ته په تمه دی، د یاد هېواد له دولته غواړي چې د نیول کېدو له اندېښنې پرته د ژوند زمینه ورته برابره کړي.

هغه وويل: “که نه شي کولای چې د ښه ژوند زمینه افغان کډوالو ته برابره کړي، که ډېر څه نه شي کولای دومره دې وکړي چې هغوی ونه نیسي او خپل په حال يې پرېږدي.”

افغان کډوالو تل د کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د دولتونو له چلند څخه شکایتونه کړي، خو په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د طالبانو بیا ځلې واکمنېدو وروسته افغانان دې ته اړ شول چې د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو ته کډوال شول.

ډېری دغه افغانان نورو هېوادونو ته د تګ لپاره د کېسونو د پروسې د بشپړولو له امله په موقت ډول په پاکستان کې مېشت دي چې ځینې یې ویزې او ځینې یې هم په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ يا ‘يو اين ايچ سي آر’ کارتونه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان دولت ته د محکمې امر: له ملګرو ملتونو سره راجستر شوي افغان کډوال مه بنديانوئ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*