
د ملګرو ملتونو عمومي غونډې څنډه کې یو ځل بیا د افغان ښځو پر وضعیت خبرې شوې
په افغانستان کې له سیاسي بدلون پنځه کاله وروسته، د افغان ښځو او نجونو وضعیت یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې مطرح شوی دی.
په دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو، ټولنیز حضور او ملاتړ ټینګار کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د البانیا دایمي استازې ویلي، نړیواله ټولنه په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو په برخه کې پاتې راغلې او له زدهکړو د نجونو محرومیت نه یوازې پر هغوی، بلکې د افغانستان پر پراختیا هم اغېز کوي.
په ملګرو ملتونو کې د البانیا دایمي استازې سویلا یانینا ویلي: «لکه څنګه چې پوهېږئ، ما څو ځله ویلي چې موږ د نړیوالې ټولنې په توګه د افغانستان د ښځو او نجونو په برخه کې پاتې راغلي یو. پنځه کاله کېږي چې په دې اړه ډېرې خبرې کوو. موږ اوسنی وضعیت نه شو منلی او باید اجازه ورنه کړو چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت په یوه هېر شوي بحران بدل شي.»
په همدې غونډه کې د بشري حقونو په چارو کې د فرانسې ځانګړې سفیرې ویلي چې پاریس به د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې جوړجاړی ونه کړي.
د بشري حقونو په چارو کې د فرانسې ځانګړې سفیرې ایزابل لونوی-روم ویلي: «د افغانستان د ښځو ملاتړ زما له لومړیتوبونو څخه دی. غواړم د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د ملاتړ لپاره د فرانسې پر پیاوړې ژمنې ټینګار وکړم. موږ د افغان ښځو او نجونو پر حقونو جوړجاړی نه کوو. فرانسه به ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان په تړاو په هر پرېکړهلیک کې د ښځو او نجونو حقونو ته پام وشي.»
استرالیا هم په دې غونډه کې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام خبر ورکړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د استرالیا دایمي استازولۍ مرستیالې ویلي چې هېواد یې د جنورۍ پر ۲۹مه د افغانستان لپاره ۵۰ میلیونه ډالره اضافي مرسته ځانګړې کړې چې ځانګړی تمرکز یې پر ښځو او نجونو دی.
بث دولنسي ویلي: «استرالیا د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده. په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط راهیسې د افغانستان له خلکو سره د استرالیا د بشري مرستو ټولیز ارزښت له ۳۱۰ میلیونو استرالیايي ډالرو اوښتی دی.»
د هېوادونو د استازو ترڅنګ، د ښځو ملاتړو بنسټونو هم په پرېکړو کې د افغان ښځو پر ونډې ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو د سولې او بشري اقداماتو صندوق د دارالانشا مشرې هم د افغان ښځو پر مالي ملاتړ ټینګار کړی دی.
ټوني برادبر ویلي: «مالي ملاتړ کولی شي د هغو پروژو د پلي کېدو لپاره اړینې سرچینې برابرې کړي چې د خلکو د ژوند ژغورلو او په افغانستان کې اوسنیو بشري اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره ضروري دي. د ښځو د سولې او بشري اقداماتو صندوق هم د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له لارې په افغانستان کې د پروژو مالي ملاتړ کړی او موږ به دغه ملاتړ ته دوام ورکړو.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې او په پوهنتونونو کې د هغوی تحصیل لا هم درول شوی او د ښځو پر کار هم محدودیتونه شته.
اسلامي امارت تل ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان وضعیت د اسلامي ارزښتونو او د هېواد شرایطو ته په پام سره وارزوي.
لومړی نظر وکړئ on "د ملګرو ملتونو عمومي غونډې څنډه کې یو ځل بیا د افغان ښځو پر وضعیت خبرې شوې"