
د ناقانونه کډوالۍ ناورین؛ ځوانان د کاري فرصتونو غوښتنه کوي
نیمروز د افغانستان هغه ولایت دی چې ایران او ځینو نورو هېوادونو ته د ناقانونه کډوالۍ له اصلي لارو پېژندل کیږي.
ګڼ شمېر تنکي ځوانان او زلمیان چې پر دغه لار ناقانونه کډوالۍ ته مخه کوي، وايي د بېکارۍ او یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو لپاره نورو هېوادونو ته ځي.
د تخار اوسېدونکی عبدالجلیل سره له دې چې د لارې له ګواښونو خبر دی، له خپلې مېرمنې او ماشوم سره یې پریکړه کړې څو په ناقانونه لارو ایران ته ولاړ شي.
هغه وايي، د کار نشتوالی او اقتصادي ستونزې یې ایران ته د تګ اصلي لاملونه دي.
عبدالجلیل طلوعنیوز ته و ویل: «په افغانستان کې کار نشته او اړ یو چې ایران ته لاړ شو. په لار کې له ډېرو ستونزو او خطرونو لکه وژل کېدو، ډزو، تندې، لوږې، ګرمۍ او یخنۍ سره مخ کیږو. موږ دا ټولې ستونزې منو، څو ژوند مو ښه شي؛ ځکه په هېواد کې د کار زمینه نشته. له حکومته غواړم چې کارخونې فعالې کړي، څو موږ پکې په کار بوخت شو او اړ نه شو چې ایران ته لاړ شو. که وغواړو په قانوني توګه سفر وکړو، د پاسپورټ او ویزې د لګښت توان نه لرو؛ ځکه لګښت یې ډېر دی.»
دا یوازې د عبدالجلیل کورنۍ نه ده؛ بلکې هره ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو یو شمېر کسان نیمروز ته ځانونه رسوي، څو له ناقانونه لارو ایران ته واوړي.
دوی وايي، که په هېواد کې دننه د کار زمینه برابره شي، هېڅکله به له دې ګواښوونکو لارو کډوالۍ ته زړه ښه نه کړي.
دغه کسان له حکومت غوښتنه کوي چې په هېواد دننه ورته د کار زمینه برابره کړي څو اړ نشي چې له هېواده بهر ولاړ شي.
د تخار اوسېدونکي، سرور و ویل: «زه د بېوزلۍ له امله ایران ته ځم. که په هېواد کې د ورځې د ۱۰۰ یا ۲۰۰ افغانیو کار هم پیدا شي، هېڅکله به دومره خطرونه ونه منم او ایران ته به لاړ نه شم؛ خو اوس اړ یم چې په قاچاقي لارو سفر وکړم.»
د هلمند اوسېدونکي، ناصر و ویل: «زه او نور ځوانان د کار د نشتوالي له امله هېواد پرېږدو او په قاچاقي لارو ځو. له حکومته غواړم چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي، څو اړ نه شو چې د کار پیدا کولو لپاره ایران ته لاړ شو.»
د نیمروز د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي چې د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه یې په تېرو دوو میاشتو کې ۲۵۰ تنه انساني قاچاق کوونکي نیولي دي.
د نیمروز امنیه قومندانۍ ویاند، ګل محمد قدرت و ویل: «په تېرو دوو میاشتو کې مو ۲۵۰ د انسانانو قاچاقبران، چې غوښتل یې خلک ایران ته ولېږدوي، نیولي او عدلي او قضایي ادارو ته مو ورپېژندلي دي. له دغو کسانو مو وسایط هم ترلاسه کړي دي.»
نږدې دوه میاشتې وړاندې، ۱۹ هېوادوال هغه مهال د نیمروز په سوځنده دښتو کې مړه شول چې غوښتل یې په قاچاقي لارو ایران ته ولاړ شي.
هغه پېښه چې یو ځل بیا د ناقانونه کډوالۍ د لارو ګواښونه په ډاګه کوي.
لومړی نظر وکړئ on "د ناقانونه کډوالۍ ناورین؛ ځوانان د کاري فرصتونو غوښتنه کوي"