د نجونو د سنتولو خلاف مسلمانې افریقايي مبارزې ۱.۴ میلیون ډالر جایزه وګټله

د نجونو د سنتولو خلاف مسلمانې افریقايي مبارزې ۱.۴ میلیون ډالر جایزه وګټله
د نجونو د سنتولو خلاف مسلمانې افریقايي مبارزې ۱.۴ میلیون ډالر جایزه وګټله

د روغتیا د چارو مسلمانې افریقايي مبارزې اډنا عدن اسماعیل چې د ښځو د سنتولو خلاف یې په ختیځه افریقا کې څو لسیزې مبارزه کړې، د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) د ټیمپلټن په نوم د نړۍ یو له ترټولو ستره ۱.۴ میلیون ډالر کلنۍ جایزه وګټله.

د ښځو د تناسلې آلې د پرې کولو یا سنتولو عمل د افریقا په ځینو مسلمانو او غیرمسلمانو ټولنو کې عام دی، چې دردناک او په ځینو مواردو کې د انسان د ژوند ګواښونکی بلل کیږي.

اسماعیل وايي په اته کلنۍ کې یې مور د پلار له خبرتیا پرته سنت کړې وه، وايي، پدې کار یې پلار ناخوښه وو.

اسماعیل وايي د سنت کېدلو له کبله د زیږون پرمهال له سختو اختلاطاتو سره مخامخ شوې ده. هغې وايي په سومالیا کې د قابلې په توګه کار کاوه، او په ۱۹۷۶ کال کې په سودان کې په یو روغتیايي کنفرانس کې له ګډون او د مسلمانو هېوادونو د استازو له خوا د ښځو د سنتولو د اغېزو په اړه د نظرونو له اورېدو وروسته، وهڅېدله چې په خپل هېواد کې ددې کار په خلاف غږ پورته کړي.

هغې وروسته د سومالیا د روغتیا په وزارت کې د رئیسې په توګه، د ښځو د سنتولو په خلاف مبارزه پیل کړه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د نجونو د سنتولو خلاف مسلمانې افریقايي مبارزې ۱.۴ میلیون ډالر جایزه وګټله"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*