
د نیمروز دښتو کې د افغان ځوانانو د مړینې غمیزه؛ ۱۴ نور لا هم نادرکه دي
د نیمروز سوځېدلې او له اوبو تشې شګلنې دښتې د هغو پنځو تنکیو ځوانانو د ژوند وروستی تمځای شو چې د کار موندلو او د ښه راتلونکي په هیله یې ایران ته د ناقانونه کډوالۍ خطرناکه لاره غوره کړې وه.
د معلوماتو له مخې، دغو ځوانانو د سفر پر مهال په دښته کې لاره ورکه کړې وه او د سختې ګرمۍ او تندې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی.
د قربانیانو جسدونه څو ورځې وروسته د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د میرقاسم جان کلي ته ولېږدول شول او د کورنیو او د سیمې د خلکو د ژړا او ماتم په فضا کې خاورو ته وسپارل شول.
د یوه قرباني پلار عبدالخبیر وویل: «زموږ اولادونه په ډېر دردناک حالت کې مړه شول. هېچا ونه وژل، بلکې د تندې له امله یې ساه ورکړه. کله چې مو جنازې ولیدې، مخونه یې دومره سوځېدلي وو چې نه پېژندل کېدل.»
د قربانیانو خپلوان محمدیونس وویل: «دا زموږ د کلي لپاره یوه ډېره غمیزه ده. زموږ پنځه ځوانان د بېکارۍ او بېبرخلیکه راتلونکي له امله د کار او ښه ژوند په هیله د سفر لاره ونیوله، خو بېرته یې یوازې جنازې راوګرځېدې.»
د قربانیانو ټولګیوال وایي، دغه ځوانان د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمرونه لرل او د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره یې د هېواد پرېښودو پرېکړه کړې وه.
د قربانیانو ټولګیوال معین وویل: «دوی زموږ همصنفیان وو. یو یې له ښوونځي پاتې شوی و او نور، لکه متین جان او شکیب جان، هم زموږ د ټولګي ملګري وو. د کار او خپل راتلونکي د جوړولو لپاره روان شوي وو.»
یوه بل ټولګیوال یې، محمدصابر وویل: «دا زموږ همصنفیان وو. د ژوند سختیو اړ کړل چې ایران ته د قاچاقي لارې سفر وکړي، خو له بده مرغه د همدې لارې په اوږدو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.»
د قربانیانو خپلوان فقر، بېکاري او د کاري فرصتونو نشتوالی د ځوانانو د ناقانونه کډوالۍ اصلي لاملونه بولي او له مسوولینو غواړي چې د کار زمینه برابره کړي.
محمدفتح رشید، چې د قربانیانو له خپلوانو څخه دی، وایي: «دوی د قاچاقبرو په وعدو وغولېدل او پرې یې باور وکړ. د معلوماتو له مخې، قاچاقبرو هغوی په دښته کې یوازې پرېښي وو. هیله لرو حکومت دې موضوع په جدي ډول وڅېړي او عاملین یې حسابورکولو ته راکش کړي.»
د قربانیانو بل خپلوان سیدصفيالله وویل: «که دلته د کار زمینه برابره وای، هېڅ اړتیا نه وه چې ځوانان بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي. له دولت او سوداګرو غواړو چې د کار فرصتونه رامنځته کړي، څو زموږ ځوانان د نیمروز په دښتو کې له داسې غمیزو سره مخ نه شي.»
د معلوماتو له مخې، دا ډله ټولټال ۱۹ کسان وو چې ایران ته د ناقانونه سفر په موخه روان شوي وو. تر اوسه د پنځو کسانو جسدونه موندل شوي، خو د ۱۴ نورو برخلیک لا هم نه دی معلوم. سرچینې وایي، د نادرکو کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.
لومړی نظر وکړئ on "د نیمروز دښتو کې د افغان ځوانانو د مړینې غمیزه؛ ۱۴ نور لا هم نادرکه دي"