د هرات د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکي وایي د ژوند له لومړنیو اسانتیاو بې‌برخې دي

💬0

د هرات د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکي وایي د ژوند له لومړنیو اسانتیاو بې‌برخې دي

د هرات د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د ژوند له لومړنیو اسانتیاو بې‌برخې دي او د دې ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې نه ښوونځي شته او نه هم روغتیايي کلینیکونه.

دوی وایي، د ښوونځیو کمښت، د روغتیايي کلینیکونو نشتون، د سړکونو خرابوالي او د څښاک پاکو اوبو کمښت یې ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

د هرات د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکی، محمدقاسم وایي: «زموږ په سیمو کې هېڅ روغتون نشته. کله چې ناروغ د ولسوالۍ مرکز ته لېږدوو، لار ډېره خرابه وي او تر رسېدو مخکې ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

د ګلران ولسوالۍ بل اوسېدونکي، عبدالرحیم و ویل: «په ټوله ګلران ولسوالۍ کې د خلکو ستونزو، په ځانګړې توګه د سړکونو ستونزې، ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې. د ولسوالۍ عمومي سړک هم ډېر خراب دی.»

دوی زیاتوي چې د سړکونو د خرابوالي له امله ناروغان ډېر وخت روغتیايي مرکزونو ته تر رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ځایي خلکو په خبره، د څښاک پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره له درې تر څلور کیلومتره مزل کوي.

د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکی، احمدي محمودي وایي: «زموږ تر ټولو لویه ستونزه د څښاک اوبه دي. ماشومان له درې تر څلور کیلومتره مزل کوي او اوبه راوړي.»

ځینې ادارې او مرستندویه بنسټونه هڅه کوي چې د ګلران ولسوالۍ له اوسېدونکو سره مرسته وکړي.

له دې ډلې یوه هم د افغاني سرې میاشتې ټولنه ده چې تېره اوونۍ یې د نږدې درې کاله مخکې زلزلې زیانمنو شویو کورنیو لپاره ۶۰ نوي کورونه جوړ او وسپارل.

په هرات کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پېښو مسوول، فیض احمد محمدي و ویل: «موږ هڅه کوو چې د خلکو د اړتیاو له مخې، په دې او نورو کلیو کې هغه خدمتونه وړاندې کړو چې د خلکو د ژوند ستونزې ورسره هوارې شي.»

ګلران د هرات ښار په شمال لویدیځ کې یوه لرې پرته او محرومه ولسوالي ده.

د دې ولسوالۍ د سړکونو خرابوالي له امله یې اوسېدونکي، په ځانګړي ډول ژمي کې، هرات ښار ته په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.ش

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هرات د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکي وایي د ژوند له لومړنیو اسانتیاو بې‌برخې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*