د هرانا څېړنیز راپور: ایران د سوریې جګړې ته افغان ماشومان استولي دي

هرانا خبری اژانس وایی ایران کډوال په تېره بیا افغان ماشومان مجبور کړي دي، چې د مالي انعامونو او قانوني استوګنې په ژمنو سره په پوځ کې خدمت وکړی .

د دغه راپور له مخې، ایران افغان ماشومان د فاطمیون لېوا د یوې برخې په توګه د بشار اسد په ملاتړ سوریې ته د جګړې لپاره استولي دي.

په ایران کې د بشري حقونو یوې ډلې پرون د کپ په ۲۲ مه د ایران له خوا په جګړه کې د ماشوم عسکرو د ګمارلو او کارولو په اړه یو جامع راپور خپور کړ.

دا راپور په وسله والو شخړو کې د ماشوم سرتيرو د ګمارلو لپاره د ايران د اوږدې مودې عمل، په ځانګړې توګه په فاطميون لېوا کې له افغان ماشومانو ناوړه ګټه پورته کول ارزولي دي.

د ایران د بشري حقونو ادارې (هرانا) لیکلي، چې دغه راپور له نړیوالو بشري قوانینو او د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونو لړۍ ده او د جګړې سیمو ته د ماشومانو په ګمارنه، روزنې او لېږلو کې د ایران د ښکېلتیا ژورتیا څرګندوي.

دغه راپور پر افغان مهاجرینو او ماشومانو په ځانګړي تمرکز سره، له ایران سره د تړلو نظامي او نیمه پوځي ځواکونو لخوا د زیان منونکو خلکو سیسټمیک استحصال افشا کول غواړي.

د دې ډلې موندنې مستند کوي او په ګوته کوي، چې ایران د ماشومانو د حقونو کنوانسیون په ګډون د ډیری نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي، چې وايي، له ۱۵ کلونو څخه کم ماشومان باید استخدام یا په جګړو کې ونه کارول شي.

په راپور کې راغلي، چې د دې څېړنې یوه تر ټولو اندېښمنونکې موندنه د فاطمیون لېوا کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې لوړه کچه ده.

هرانه زیاته کړه، چې ایران افغان ماشومان د فاطمیون په لېوا کې او د پاکستان ډله یې د زینبیون په لېوا کې استخداموي.

فاطمیون

لشکر فاطمیون د ایران له قدس قول اردو سره تړلې نیمه پوځي ځواک دی، چې ادعا کوي افغان رضاکار ځواکونه یې تنظیم کړي او سوریې ته یې د بشارالاسد د ملاتړ او داعش پر ضد د جګړې لپاره استولي دي.

د هرانا په راپور کې ویل شوي، چې د فاطمیون لېوا په ۲۰۱۳ کال کې خپل فعالیت پیل کړ او د زیارت د مدافعینو لومړۍ افغان ډله “فاطمیون لېوا” سوریې ته ولېږل شوه.

د دې راپور له مخې، له فابریکو څخه تر زندانونو پورې استخدامونکو هڅه کوله، چې افغانان دې ته وهڅوي، چې په دې ځواک کې نوم لیکنه وکړي.

هرانا وویل، چې د دوی نوم لیکنه له دې ژمنې سره شوې چې که دوی سوریې ته لاړ شي نو د دوی د بند سزا به لغوه کیږي او په ایران کې به د دوی د اوسیدو حیثیت اعاده کیږي او یو کور او ډیرې پیسې به هم ترلاسه کوي.

هرانا د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو د وزارت په حواله لیکلي دي، چې تهران د خپلو فرقه ایزو او پرمختیایي ګټو او اهدافو د خوندي کولو لپاره د افغانانو له بې وزلۍ او محرومیت څخه چې ایران ته کډوال شوي دي کار اخیستی دی.

صمد رضايي، چې د فاطمیون یو قومندان دی، په ۲۰۱۷ کال کې وویل، چې لږ تر لږه ۸۰ زره کسان د فاطمیون کنډکونو تر پوښښ لاندې سوریې ته استول شوي دي. هغه وویل چې ۲۸۰۰ کسان وژل شوي دي.

د لشکر فاطمیون فرهنګي مسوول زهیر مجاهد په ۲۰۱۶ کال کې اعلان وکړ، چې د سوریې په جګړه کې د فاطمیون تر ۲۰۰۰ زیات غړي وژل شوي او ۸۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د سوریې په جګړه کې د ګډون لپاره د ماشومانو استخدام

هرانا وايي چې د فاطمیون د لښکر زیاتره غړي افغان کډوال دي. د دغه رپوټ له مخې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په افغانستان کې هم په استخدام کښې فعاله وه او په دغه هیواد کې یې غیر رسمي دفترونه لرل.

د هرانا په وینا، که څه هم د فاطمیون د غړو کره شمېره څرګنده نه ده، خو د دې خبري اژانس شواهد ښيي، چې سپاه پاسداران له فاطمیون سره د یو ځای کېدو او د سوریې جګړه کې د ګډون لپاره له ۱۸ کلنو او تر ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان د سرتېرو په توګه کاروي.

د هرانا د راپور له مخې؛ د بشري حقونو د څار سازمان په ۲۰۱۶ کال کې د سپاه پاسداران له خوا په فاطمیون لوا کې د ۸ افغان ماشومانو د ګومارلو پخلی کړی وو. دا ټول افغان ماشومان د سوریې په جګړه کې وژل شوي او څلور یې د مړینې پر مهال یوازې ۱۴ کلن وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هرانا څېړنیز راپور: ایران د سوریې جګړې ته افغان ماشومان استولي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*