د هسپانیې ساحلي ګارډ وایي سلګونه پنا غوښتونکي یې له ډوبیدو ژغورلي

د هسپانیې ساحلي ګارډ شنبه نومبر ۴ (لړم۱۳) ویلي چې د اتلانیک سمندر د کانري په ټاپوګانو کې یې تر پنځو سوو ډیر پنا غوښتونکي له ډوبیدو ژغورلي دي.

ساحلي ګارډ همدارنګه ویلي چې دا کسان یې د څلورو کښتیو څخه ژغورلي او د دوو کسانو مړي یې هم په کښتیو کې موندلي خو دا یې ندي ویلي چې مړه شوي کسان د کوم هیواد / هیوادونو اتباع و.

د هسپانیې ملکي ګارډ چې د ژغورنې پدې عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه، مطبوعاتو بیا ویلي چې دوو پنا غوښتونکو وروسته په روغتون کې سا ورکړه او وایي چې په ژغورل شویو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

پداسې حال کې چې په سمندر کې د اوبو څپې پدې موسم کې آرامې وي او هوا هم ډیره سړه نده، د هسپانیې چارواکو ویلي چې دې هیواد ته د بحر د لارې د پنا غوښتونکو ورتګ دومره ډیر شوی چې د ۲۰۰۶ کال راپدیخوا یې ساری نه لیدل کیږي.

د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ وویل چې یوازې د روان میلادي کال په لومړنیو لسو میاشتو کې د کانري ټاپوګانو ته ټول ټال ۳۰۷۰۷ تنه غیر قانوني کډوالو ځانونه رسولي دي.

دې وزارت ویلي چې د تیر کال په پرتله د دې کډوالو په شمیر کې ۱۱۱ په سلو کې ډیروالی راغلي.

په ۲۰۰۶ کال د هسپانې کانري ټاپوګانو ته ۳۱۶۷۸ غیر قانوني کډوال تللي و او چارواکو په هغه وخت کې ویلي و چې اروپایي هیوادونو ته د تګ لپاره نورې لارې بندي وې او له همدې کبله دومره ډیر شمیر کډوالو دې ټاپوګانو ته چې ورتګ ورته ډیر خطرناک ته ځانونه رسولي و.

د چارواکو په وینا هسپانیې ته تیر کال څه باندې ۴۳ زره غیر قانوني کډوال تللي چې ډیری دا کډوال د همدې ټاپوګانو د لارې دې هیواد ته داخل شوي.

د سنیګال او نورو افریقایي هیوادونو څخه ډیری پنا غوښتونکي چې غواړي هسپانیې ته ځانونه ورسوي لومړی همدې ۷ ټاپوګانو ته ځي چې د اتلانتیک بحر لویدیځ ساحل څخه تقریباً ۱۰۰ کیلو مټره لیرې پرتې دي.

د هسپانیې حکومت ویلي چې د شاوخوا ۳ زرو کډوالو لپاره په نظامي اډو، هوټلونو او لیلیو کې د پاتې کیدو لپاره ځایونه برابروي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هسپانیې ساحلي ګارډ وایي سلګونه پنا غوښتونکي یې له ډوبیدو ژغورلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*