د هلمند باغران ولسوالۍ کې سلګونه کیلو ګرامه نشه یې توکي له منځه یوړل شول

د هلمند

 د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې په باغران ولسوالۍ کې یې سلګونه کیلو ګرامه نشه یي توکي نیولي او سوځولي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني د لېندۍ به ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې  د باغران ولسوالۍ د پایسنګ په سیمه کې د یو لړ کشفي معلوماتو پر بنسټ یوه عراده مازاد ډوله موټر په داسې حال کې  کشف او ونیول شو چې د اومانو د کارخانې اړوند د پروسس توکي او او سامانونه پکي بار وو .

نوموړي زیاته کړه چې په  یاد موټر کې  ۷۵۰ کېلو ګرامه سود، ۶۰۰ کېلو ګرامه چینه او د اومانو د کارخانې اړوند بېلابېل سامانونه وو، چې تر نیول کېدو وروسته وسوځول شول.

د حقاني د معلوماتو له مخې ددې توکو په تور یو تن نیول شوی او  د باغران ولسوالۍ د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مسوولینو ته ور پیژندل شوی .

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هلمند باغران ولسوالۍ کې سلګونه کیلو ګرامه نشه یې توکي له منځه یوړل شول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*