د هېواد ځینو سیمو کې له واکسین د ماشومانو محرومیت په اړه د یونیسف اندېښنه

💬0

د هېواد ځینو سیمو کې له واکسین د ماشومانو محرومیت په اړه د یونیسف اندېښنه

افغانستان کې د ماشومانو واکسین د ناروغیو پر ضد مبارزه کې اړین خو په عین حال کې له ننګونو ډکو لارو څخه شمېرل چې له دوامداره هڅو سره سره لا هم د ټولو ماشومانو ته په بشپړ ډول نه ده رسېدلی.

تازه بیا له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق پر ایکس لیکلي چې لا هم په افغانستان کې یو شمېر ماشومان د واکسین له لومړي ډوز څخه بې‌برخې پاتې کېږي.

 دغه سازمان زیاته کړې چې له خپلو شریکانو سره په ګډه هڅه کوي د ژوند ژغورونکو واکسینونو خدمتونه د هېواد په کچه لا ډېرو ماشومانو ته ورسوي.

یونیسف لیکلي: «صفر ډوز ماشومان هغه ماشومان دي چې هېڅ واکسین یې نه دی ترلاسه کړی. په افغانستان کې لا هم ګڼ شمېر ماشومان د واکسین له لومړي ډوز څخه محروم دي. موږ هڅه کوو چې د ژوند ژغورونکو واکسینونو خدمتونه د افغانستان په ټولو سیمو کې لا ډېرو ماشومانو ته ورسوو.»

ورته مهال، ظهیر محمد لعل‌زوی چې یو روغتیايي کارکوونکی دی وایي: «واکسین د ماشومانو په ژوند کې ډېر اهمیت لري؛ د بېلګې په توګه، که یو ماشوم د شري واکسین ترلاسه کړي، د دې ناروغۍ پر وړاندې مقاومت پیدا کوي او ژر پرې نه اخته کېږي.»

که څه هم د عامې روغتیا وزارت هر کال د پولیو واکسین لس پړاوه کمپاینونه او د شري (سرخکان) په ګډون د نورو واکسینونو څو نور کمپاینونه په ټول هېواد کې ترسره کوي، خو د واکسین بشپړ پوښښ ته د رسېدو پر وړاندې لا هم ستونزې موجودې دي.

د تېر کال د کب په ۲۱مه هم د عامې روغتیا وزیر ویلي وو چې د ماشومانو د واکسین څخه د محروم پاتې کېدو یو لامل د ځینو ملا امامانو او کورنیو نه همکاري ده.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي مخکې ویلي وو: «ځینې وختونه د واکسین د ټیمونو لپاره د ځای برابرولو یا د واکسین د مرکزونو د جوړولو اجازه نه ورکول کېږي. همدارنګه، ځینې کورنۍ د بېلابېلو لاملونو له امله خپل ماشومان واکسین ته نه راولي. د واکسین ټیمونه یوازې په ځینو ښوونځیو او مدرسو پورې محدود شوي دي، ځینې ملا امامان له واکسین سره مخالفت کوي او کله ناکله د کلیو مشران هم له واکسیني ټیمونو سره همکاري نه کوي.»

له بلې خوا، ډاکټران ټینګار کوي چې د واکسینونو د اهمیت او ګټو په اړه د عامه پوهاوي کچه باید لا لوړه شي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې پخوا روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی درلود.

د دوی په باور، باید داسې هڅې وشي چې هېڅ ماشوم د واکسین له لومړي ډوز بې‌برخې پاتې نه شي.

بل روغتیايي کارکوونکي شنوا خاوري طلوع‌نیوز ته ویلي: «واکسین د دې ترڅنګ چې ماشومان له ناروغیو څخه ژغوري، د هغوی د بدن دفاعي سیستم هم پیاوړی کوي. د واکسین د ګټو له امله، کورنۍ په ځانګړې توګه میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو د واکسین لپاره له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.»

په داسې حال کې چې نړۍ د مخنیوي وړ ناروغیو د له منځه وړلو پر لور روانه ده، په افغانستان کې لا هم د “صفر ډوز ماشوم” اصطلاح د لاسرسي او محرومیت ترمنځ واټن څرګندوي؛ چې ددغې تشې له منځه وړل لا هم د هېواد د روغتیايي نظام له جدي ننګونو څخه ګڼل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هېواد ځینو سیمو کې له واکسین د ماشومانو محرومیت په اړه د یونیسف اندېښنه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*