
د والیبال ملي لوبډله په پاکستان کې د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو کې ګډون کوي
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله په پاکستان کې د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو کې د ګډون لپاره د چمتووالي وروستي پړاوونه تېروي.
دغه روزنیز کمپ په کابل کې د سختو تمرینونو په ترسره کېدو سره دوام لري او ملي لوبغاړي هڅه کوي چې په پاکستان کې په ترسره کېدونکو سیالیو کې د قناعتبښونکو پایلو د ترلاسه کولو لپاره بشپړ چمتو شي.
د ملي لوبډلې روزنیز ټیم د ځانګړو تخنیکي پروګرامونو په پلي کولو سره هڅه کوي چې د لوبغاړو تخنیکي نیمګړتیاوې لرې او د هغوی د ځواک ټکي لا پیاوړي کړي.
روزونکي باور لري چې دا روزنیز کمپ به د لوبغاړو د همغږۍ او چمتووالي په لوړولو کې مهم رول ولوبوي او د سیالیو لپاره به یې لا ښه چمتو کړي.
د والیبال ملي لوبډلې مسوولان وایي، په دغه کمپ کې ګډونوال لوبغاړي د هېواد له غوره والیبال لوبغاړو څخه د ټاکنیز بهیر له بشپړېدو وروسته غوره شوي دي.
دوی ټینګار کوي چې ملي لوبډله به له بشپړې چمتووالي او لوړې روحیې سره د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو لپاره روانه شي.
ملي لوبغاړي هم د دغه روزنیز کمپ له شرایطو خوښي څرګندوي او وایي، منظم تمرینونه او تخنیکي پروګرامونو یې فزیکي چمتووالی او د ټیم همغږي په څرګند ډول لوړه کړې ده.
د والیبال ملي لوبډلې روزنیز کمپ له دوو اوونیو ډېر وخت کېږي چې په کابل کې روان دی او ټاکل شوې، د دې پروګرام له پای ته رسېدو وروسته د ملي لوبډلې کاروان د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو لپاره پاکستان ته ولاړ شي.
د مرکزي اسیا د والیبال اتلولۍ سیالۍ د سرطان په ۳۱مه په اسلاماباد کې پیلېږي.
په دې اسیايي سیالیو کې به د افغانستان ترڅنګ د ایران، کوربه پاکستان، هند، بنګلهدېش او مالدیف لوبډلې هم د اتلولۍ د خپلولو لپاره سیالي وکړي.
لومړی نظر وکړئ on "د والیبال ملي لوبډله په پاکستان کې د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو کې ګډون کوي"