د پاکستان هوایي کمپنۍ د مالي بحران له کبله پینځه الوتکې درولې دي، د سقوط اندېښنه یې هم شته

د پاکستان هوایي کمپنۍ پي ای اې ویاند وایي د مالي او تکنیکي ستونځو له کبله یې خپلې ځینې الوتکې د مالي ستونځو له کبله د لنډې مودې لپاره درولې دي، خو وایي ډېر ژر به دغه جهازونه بیرته پروازونه پیل کړي.

د پاکستان د انټرنېشنل اېرلاین ویاند دا بیان په داسې وخت راغلی چې د دې هېواد په ځایي رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې د پي ای اې اداره له زیات مالي بحران سره مخ ده او دا اندېښنه ده چې کېدای شي ټول پروازونه یې اغېزمن شي.

په وروستیو کې د دې ادارې د مالي بحران په اړه داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې پي ای اې د خپلو پروازونو د فعاله ساتلو لپاره د هېواد له مرکزي حکومته 23 اربه روپۍ غوښتې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د محصولاتو مرکزي ادارې (ایف بي آر) څو ورځې مخکې د پي ای اې د بېنک اکاونټ کنګل کړی وو، خو د شورو- چارشنبې په ورځ یې بیرته فعاله کړی دی.

د امریکا بلومبرګ خبري ادارې د شورو- چارشنبې په ورځ په خپل یو رپوټ کې دعوه کړې چې پي ای اې له هغو 13 الوتکو څخه چې په لیز یا کرایه یې اخیستې دي پینځه یې له پروازونو را ګرځولې دي.

په رپوټ کې د پي ای اې د ویاند عبدالله خان له خولې ویل شوي چې کمپۍ یې باید سمدستي لږ تر لږه 100 میلینه ډالر تر شپږ زیاتو کمپنیو ته د الوتکو د کرایو، د هوایي میدانونو چارواکو، د جهازونو د پرزو او نورو سود لپاره ورکړي.

عبدالله خان بلومبرګ ته ویلي، د پي ای اې اداره په دې نه ده توانېدلې چې تنخاګانې یا د هوایي میدان لګښتونه ورکړي.

په رپوټ کې راغلي چې د پیسو د نه ادا کولو له کبله جهاز جوړوونکو کمپنیو د پي ای اې د اېربس او بویینګ الوتکو ته د پرزو ور لېږل هم بند کړي دي.

بلومبرګ وایي دوی چې کوم معلومات را غونډ کړي د هغه په بنیاد په پي ای اې باندې د بهرنیو کمپنیو پورونه 743 ارب روپیو یا 2.5 میلین ډالرو ته رسېدلي چې وایي دا د دې کمپنۍ تر مجموعي شتمنۍ پینځه چنده زیات دي.

د پي ای اې ویاند عبدالله حفیظ وي او اې ته وویل، حکومت باور ورکړی چې فنډ به ورکړي او د رسنیو دا خبره ردوي چې ګوندې د پي ای اې ټول پروازونه به د ستمبر په 15مه بند شي.

حفیظ وایي پي ای اې له مالي ستونځو سره ضرور مخ ده او د بهرنۍ کرسنۍ یا زرِ مبادله د ذخیرو د کمښت له کبله یې د ملک مرکزي سټېټ بېنک فنډونه درولي وو، چې له کبله یې د کرایې او د پرزو د پورونو په پرې کولو کې له ستونځو سره مخ دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پي ای اې له مالي ستونځو سره مخ ده، تر دې وړاندې هم د پاکستان حکومت له خسارې سره مخ دې سرکاري هوایي کمپنۍ سره مالي مرستې کړې وې.

په 2020م کال کې چې له لاهوره کراچۍ ته تلونکې د پي ای اې الوتکه ولوېده او شاوخوا 97 کسان پکې مړه شول، د هغه وخت د هوابازۍ مرکزي وزیر غلام سرور خان پارلمان ته وویل د هېواد د 262 پایلټانو لایسنسونه یې جعلي دي.

په دغو پایلټانو کې د پي ای اې له څلورنیم سوه پایلټانو څخه 141 هم شامل وو او پاته نور د نورو شخصي کمپنیو او چارټر الوتکو پایلټان وو چې لایسنسونه یې جعلي بلل شوي وو.

له هغه وروسته د ملګرو ملتونو د هوابازۍ نړیوالې ادارې (ای سي اې او) پاکستان ته مشوره ورکړې وه چې سمدستي دې اصلاحي ګامونه واخلي او د جعلي لایسنسونو د سکېنډل له کبله دې نویو پایلټانو ته د لایسنسونو ورکول و دروي.

یورپي اتحاد هم د هغه کال په دسمبر کې پرېکړه کړې وه چې خپلو غړو هېوادونو ته د پاکستان انټرنېشنل اېرلاینز (پي ای اې) پر ورتګ بندیز ته دوام ورکړي او د پاکستان د هوابازۍ له چارواکو یې غوښتي وو چې د تجارتي پایلټانو د لایسنسونو د جاري کولو عمل دې اصلاح کړي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له وي او اې اردو اخیستل شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان هوایي کمپنۍ د مالي بحران له کبله پینځه الوتکې درولې دي، د سقوط اندېښنه یې هم شته"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*