د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې ځانمرګی برید شوی

په خیبرپښتونخوا کې نن یکشنبه اکتوبر ۲۶ (لیندۍ پنځمه) د پاکستان د امنیتي ځواکونو په یو کاروان ځانمرګی برید شوی دی چې د چارواکو په وینا څه باندې ۲۰ تنه په کې ژوبل شوي دي.

برید د بنو د میرانشاه په لارې کې د «بکاخېل تحصیل په ازادۍ مندۍ» په سیمه کې شوی دی. امنیتي سرچېنو امریکا غږ ډیوې ته ویلي دي په برید کې یو تن وژل شوی او نوم یې هم اشرف علي ښودل شوی دی.

په ژوبل شویو کسانو کې د مقاماتو په وینا ۱۳ تنه د پاکستان د امنیتي ځواکونو غړي دي او اته تنه نور یې عام خلک دي. زخمیان روغتون ته انتقال شوي او د روغتون مسئولینو ویلي دي چې د دریو عسکرو وضعیت خراب دی.

چارواکي وايي د پوځ دغه کاروان له بنو څخه میرانشاه ته روان و چې ځانمرګي پرې خپل موټر الوځولی دی.

تر دې دمه د دغه برید مسئولیت چا نه دی منلی او نه هم د پاکستان امنیتي ځواکونو کوم شخص او یا ډلې ته د پړې ګوته نیولې ده.

شاوخوا دوې میاشتې مخکې د بنو جانې خېل په سیمې هم د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې ځانمرګی برید شوی و چې د مقاماتو په وینا نهه عسکر په کې وژل شوي وو.

تر دې مخکې د شمالي وزیرستان په رزمک او جنوبي وزیرستان په سرا روغه، کې هم د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه شوي وو چې شاوخوا څلور تنه یې وژلي وو.

پاکستاني طالبانو ادعا کړې وه چې دا بریدونه هغوی کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د پاکستان سرپرست صدراعظم انوار الحق کاکړي ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته په پاکستان کې د «ترهګرۍ پېښې ۶۰ سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ فیصده» زیات شوي دي.

پاکستاني چارواکي تور لګوي چې د پاکستان د تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې فعال دي او له هغه ځای څخه په پاکستان باندې بریدونه پلان کوي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې هېچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان څخه د نورو په ضد کار واخلي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې ځانمرګی برید شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*