
د ژمي چمتووالی: د موټر چلوونکو مسؤلیت او د لویو لارو خلاص ساتلو باندې ټینګار
د ژمي موسم په نږدې کیدو او د واورې اورښت او د هوا د خرابو شرایطو له امله د لویو لارو د بندیدو احتمال سره، موټر چلوونکي د سړکونو په وخت پاکولو، د ژمي اسانتیاوو چمتو کولو او په لویو لارو کې د مرستې ټیمونو شتون غوښتنه کوي.
دوی وايي چې د سړکونو تړل د مسافرینو لپاره ستونزې رامینځته کوي او د دوی ژوند په خطر کې اچوي.
ګل محمد، چې د کابل- مزار په لاره موټر چلوي، وايي: “چارواکي باید د راتلونکي ژمي لپاره چمتووالی ونیسي او ټولې اسانتیاوې چمتو کړي.”
د مسؤلو ادارو د چمتووالي سره سره، ځینې دا هم باور لري چې موټر چلوونکي د ژمي د سفر د خطرونو کمولو مسؤلیت هم لري.
د مناسب سرعت ساتل، د موټر تخنیکي حالت معاینه کول، د ژمي تجهیزاتو کارول، او په خطرناکو شرایطو کې د سفر کولو څخه ډډه کول ځینې هغه اقدامات دي چې کولی شي د ترافیکي پیښو مخه ونیسي.
صدیق الله د کابل- مزار شریف په لویه لاره هم موټر چلوي او باور لري چې: “ډرایوران باید ټول مهم وسایل لکه زنځیرونه، وسایل، د اور ضد مواد او نور ولري.”
په عین حال کې، د فواید عامې وزارت د ژمي په موسم کې د لویو لارو د ساتلو او د ترانسپورتي لارو د خلاص ساتلو لپاره د چمتووالي اعلان وکړ.
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وویل: “وزارت په راتلونکي ژمي کې د لویو لارو د واورې پاکولو لپاره بشپړ چمتووالی لري او همدارنګه له موټر چلوونکو څخه غوښتنه کوي چې د ترافیکي قوانینو مراعات وکړي.”
په ژمي کې د لویو لارو تړل تل د مسافرینو د تګ راتګ او د توکو د لیږد لپاره ستونزه رامینځته کوي.
د مسؤلو ادارو او موټر چلوونکو ترمنځ همغږي او په سړکونو کې احتیاطي تدابیر نیول کولی شي د ژمي د سفر خطرونه کم کړي او د ښاریانو ژوند خوندي کړي.
لومړی نظر وکړئ on "د ژمي چمتووالی: د موټر چلوونکو مسؤلیت او د لویو لارو خلاص ساتلو باندې ټینګار"