د ښځو فوټبال نړیوال جام تر پېل مخکې درې کسان په ډزو وژل سوي

د ښځو فوټبال نړیوال جام تر پېل مخکې درې کسان په ډزو وژل سوي
د ښځو فوټبال نړیوال جام تر پېل مخکې درې کسان په ډزو وژل سوي

په نیوزیلنډ کې د ښځو فوټبال د نړیوال جام له پیلیدو څو ساعته مخکې د ډزو له امله درې کسان وژل سوي او شپږ نور ژوبل سوي دي. په وژل سویو کسانو کې برید کوونکی هم شامل دی.

له دې پېښې سره سره به نن د ټاکل سوي مهالوېش سره سم دا سیالۍ پیل سي. په نیوزیلینډ او اسټرالیا کې د ښځو فوټبال نړیوال جام پیل د یوې خونړۍ پیښې له امله اغیزمن سوی.

پر ځايي وخت د جولای پر ۲۰مه د پنجشنبې په سهار، یوه سړي په اوکلنډ کې لوبو ته څېرمه په یوه ساختماني ځای کې ډزې وکړې.

د دغه برید په پایله کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل سوي دي، چې د درو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل سوی دی. برید کوونکی هم د پولیسو په مخامخ ډزو کې ویشتل سوی دی.

د نیوزیلنډ لومړي وزیر کریس هیپکنز وویل چې نړیوال جام به له پلان سره سم پرمخ ځي. د هغه په ​​وینا «دا ډزې سیاسي انګیزه نه وه او ملي امنیت ته کوم ګواښ نه دی.»

د نیوزیلنډ د ورزش  وزیر ګرانټ رابرټسن وویل چې هغه د فیفا رئیس انفینتینو او د فیفا عمومي منشي فاطمه سامورا سره خبرې کړې او دوی خپله خواخوږي ورسره څرګنده کړې ده.

د ښځینو فوټبال | ریال ماډریډ او والنسیا
د ښځینو فوټبال | ریال ماډریډ او والنسیا

د اوکلنډ ښاروال وین براون په وینا، د فیفا ټول کارکوونکي او د نړیوال جام ټیمونه خوندي دي. د شهراډن پارک لوبغالی، چې نن د ناروې او نیوزیلنډ ترمنځ د ښځو د نړیوال جام د پرانیستلو لوبه پکې ترسره کیږي، د پیښې له ځايه په اورګاډي کي شل دقیقې لري دی.

د فیفا د ښځو فوټبال نړیوال جام نهمه سیالۍ به د نیوزیلنډ او استرالیا ترمنځ په ګډه ترسره سي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ښځو فوټبال نړیوال جام تر پېل مخکې درې کسان په ډزو وژل سوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*