د کابل اوسېدونکي د کورونو د کرايو له لوړېدو شکایت کوي

💬0

د کابل اوسېدونکي د کورونو د کرايو له لوړېدو شکایت کوي

په وروستیو میاشتو کې د هېواد په ډېرو ښارونو کې د کورونو لوړې کرایې لا هم د کورنیو لپاره یوه جدي اندېښنه ده.

د کابل کې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د کورونو لوړو کرایو د دوی ژوند تر سخت اقتصادي فشار لاندې راوستی او د نشي کولی دغه د کورونو د کرایو دغه بیې پرې کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی، سیدجواد حسیني وايي: «د کور کرايه چې پخوا پنځه زره افغانۍ وه، اوس اووه زره افغانیو ته لوړه شوې ده. دا د هغو خلکو لپاره چې اقتصادي توان نه لري، په ځانګړي ډول د هغو کډوالو لپاره چې هېواد ته بېرته راستانه کېږي، ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.

شېرمحمد هم د کابل اوسېدونکی دی: «حکومت باید دې موضوع ته پام وکړي. مخکې یې هم په دې برخه کې پاملرنه کړې وه، خو اوس د کورونو کرايې لوړې دي او په هره سیمه کې د مناسبې بیې کور موندل ستونزمن شوي دي.»

دې سره جوخت په کابل کې د یو شمېر رهنمايي معاملاتو دفترونو مسولین وایي، په پراخه کچه د کډوالو بېرته راستنېدل، د ځینو کورونو استملاک او د استوګنې لپاره د تقاضا زیاتوالی د کورونو د کرایو لوړېدو اصلي عوامل دي.

د رهنمايي معاملاتو د یوه دفتر مسوول، احمد جاوید الکوزی وايي: «کله چې موږ خپلو مراجعینو ته د دوو خونو یو کور په پنځه زره افغانۍ وړاندیز کوو، نه یې مني او وایي چې زموږ معاش شپږ زره افغانۍ دی؛ نو په پاتې زر افغانۍ څنګه ژوند پر مخ یوسو؟»

عسکرخان هم کابل ښار کې د رهنمايي معاملاتو د دفتر مسوول دی: «پېرودونکي خپله موږ ته وایي چې کور په همدې بیه په کرايه ورکړئ. که موږ ورته ووایو چې کرايه لوړه ده، نو وایي که ثبت یې نه کړئ، بل دلال ته به ولاړ شو.»

اقتصادي شنونکی، سیدمسعود په دې اړه وايي: «له وړاندې اټکل کېده چې بیې به لوړېږي. له دې سره د کورونو کرايې هم زیاتې شوې دي، او دا په حقیقت کې د ملکیتونو په برخه کې د پانګونې پر لور یو حرکت بلل کېږي.»

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په دې اړه تر اوسه کومه تازه څرګندونه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې، د ریاست‌الوزرا د حکم پر بنسټ، په کابل او نورو ولایتونو کې ښاریانو ته د شرعي او اداري اسنادو تر بشپړېدو وروسته د ودانیزو چارو اجازه ورکړل شوې وه. 

دغه اقدام د راستنو شویو کډوالو د سرپناه نشتون د حل په موخه ترسره شوی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کابل اوسېدونکي د کورونو د کرايو له لوړېدو شکایت کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*