
په کابل کې د کانکور ازموینې درېیم پړاو واخیستل شو
کابل ښار کې د دولسم ټولګي له فارغانو د کانکور درېیم پړاو ازموینه ترسره شوه.
د ازموینو ادارې، اداري او تخنیکي مرستیال، د ۱۴۰۵ کال د دولسم ټولګي د کانکور ازموینې د درېیم پړاو د پیل په مراسمو کې وویل چې تر اوسه پورې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۱۰ زرو کسانو څخه د کانکور ازموینه اخیستل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د څلورم پړاو، یعنې د متفرقه ازموینې د نوملیکنې بهیر به د غبرګولي تر ۱۸مې نېټې پورې دوام ولري.
د ازموینو ادارې اداري او تخنیکي مرستیال، رحیمالله حقاني په دې اړه وايي: «همدارنګه، هغه کسان چې د کانکور ازموینې له دغو درېیو پړاونو پاتې شوي، تر اوسه ۹ زره کسانو د څلورم پړاو ازموینې لپاره نوملیکنه کړې ده، او د نوملیکنې بهیر لا هم روان دی.»
یو شمېر ځوانانو چې د کابل پوهنتون کې یې د کانکور ازموینه ورکړې، د کانکور د ازموینې بهیر له روڼتیا څخه خوښي څرګندوي او خپلې غوښتنې هم لري.
احمدشاه، د کانکور ازموینې ګډونوال، طلوعنیوز ته وویل: «موږ ته کافي وخت راکړل شوی و، نږدې څلور ساعته مو د ازموینې لپاره وخت درلود او د استادانو چلند هم ډېر ښه و.»
محمدولي چې د کانکور ازموینې بل ګډونوال وايي: «یوه غوښتنه لرو؛ له ډېر وخت راهیسې د نجونو ښوونځي تړلي دي. زموږ هیله دا ده چې د هغوی لپاره یو مناسب مېکانیزم جوړ شي، څو زموږ خویندې هم زدهکړې وکړي.»
احمدعاصم هم د کانکور ازموینې ګډونوال دی وايي: «موږ غوښتنه لرو چې په پایلو کې هم بشپړ شفافیت موجود وي، څو هغو کسانو ته چې ډېر زیار یې ایستلی، خپل حق ورسېږي او خپلو خوښې پوهنځیو ته بریالي شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ازموینو ملي ادارې د شمېرو له مخې، روان کال ۱۲۰ زره کسانو د کانکور ازموینې لپاره نوملیکنه کړې ده.
لومړی نظر وکړئ on "په کابل کې د کانکور ازموینې درېیم پړاو واخیستل شو"