د افغانستان او پاکستان د کرکټ ۵۰ اوریزه لوبه په لږ توپیر پاکستان وګټله

د کرکټ ۵۰ اوریزه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ ۵۰ اوریزه لوبو د روان سیریز دوهمه لوبه د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي دوهمه) په ډیر کم توپیر د پاکستان په ګټه پای ته ورسېده.

افغانستان د پچې له ګټلو وروسته، د پرانیستونکو توپ وهونکو رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران د ۲۲۷ منډو ملګرتیا په مټ وکولای شول چې پاکستان ته د ۳۰۱ منډو هدف وټاکي.

پاکستان وکولای شول چې د نهو ویکټو په بایللو سره په وروستي اوور کې دغه هدف پوره کړي.

رحمان الله ګربز لومړنی افغان شو چې په یو ورځنیو لوبو کې د پاکستان خلاف سلیزه کوي. د ګربز ترڅنګ د افغانستان بل پرانیستونکي توپ وهونکي ابراهیم ځدران په ۱۰۱ توپونو ۸۰ منډې وکړې.

د پاکستان دپاره تر ټولو زیاتې منډې امام الحق وکړې. نوموړی په ۱۰۵ توپونو د ۹۱ منډو کولو وروسته د مجیب الرحمن ځدران په توپ وسوځېد.

د کرکټ ۵۰ اوریزه

بابر اعظم د پاکستان بل یوازنی توپ وهونکی و چې له ۵۰ زیاتې منډې یې وکړي. بابر اعظم په ۶۶ توپونو له ۵۳ منډو کولو وروسته د فضل الحق فاروقي په توپ وسوځېد.

فاروقي د پاکستان درې لوبغاړي وسوځول. د افغانستان بل توپ اچوونکي محمد نبي هم دوه لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان تیز توپ اچوونکي شاهین افریدي د افغانستان دوه لوبغاړي وسوځول. نسیم شاه او اسامه امیر هم وتوانېدل چې د افغانستان یو یو لوبغاړی وسوځوي.

دا لوبې په سري لانکا کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کیږي. د امنیتي اندېښنو له کبله د افغانستان دننه نړیوالې لوبې نه کیږي.

ددې لړۍ لومړنۍ لوبه هم د سه شنبې په ورځ پاکستان ګټلې وه. وروستۍ لوبه د شنبې په ورځ د سري لانکا په پایتخت کولمبو کې ترسره کیږي.

د کرکټ ۵۰ اوریزه

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان او پاکستان د کرکټ ۵۰ اوریزه لوبه په لږ توپیر پاکستان وګټله"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*