د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ له انسټيټیوټ څخه د لومړي ځل لپاره زده کوونکي فارغ شول

د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ له انسټيټیوټ څخه د لومړي ځل لپاره لسګونه زده کوونکي فارغ شول.

د دغه انسټيټيوټ مشر شېر احمد خپلواک د کب په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه انسټيټیوټ کې دا مهال ۱۵۰ تنه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي او فارغ شوي ۳۳ تنو د اقتصاد او عامه ادارې په برخو کې زده کړې تر سره کړي.

ده زیاته کړه: «دغه کسان چې نن فارغ شوي دوی به تر لوړو زده کړو بشپړولو وروسته د ژړۍ ولسوالۍ په ادارو کې کار کوي ځکه په ژړۍ کې مسلکي کسان کم وو.»

فارغ شوي کسان هم وایي، نور به هم خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي تر څو د خپل مسلک په برخه کې لوړې زده کړې بشپړې کړي.

یو تن فارغ شوی کس جمیل څپاند په دې اړه وایي: «زه ډېر خوشحاله یم چې نن له انسټيټیوټ څخه فارغ شوی یم، خو زه به خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او غواړم په مسلکي ډول خپلو خلکو ته خدمت وکړم.»

یو بل فارغ شوی کس محمد قاسم بیا وویل ، ډېر د خوښۍ ځای دی چې په ژړۍ ولسوالي کې د دا ډول زده کړو زمینه ورته برابره شوې وه.

هغه پر نورو ځوانانو هم غږ کوي چې زده کړو ته دوام ورکړي او هیڅ کله خپلې زده کړې نیمګړې پرې نږدي.

ده وویل: «دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې موږ ته په خپله ولسوالي کې د دغه زده کړو زمینه برابره شوې وه، اوس به زه پوهنتون هم وایم او له هغه وروسته به هم خپلو زده کړو ته دوام ورکوم، خو پر نورو ځوانانو هم غږ کوم چې زده کړو ته دي دوام ورکړي.»

د کندهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت مسوولین وایي، دا مهال د دغه امریت اړوند په ښار او اتو ولسوالیو کې لس بابه لېسې او اته بابه انسټیټیوټونه فعال دي چې شاوخوا دوه زره تنه پکې په زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت مطبوعاتي مسوول نقیب الله صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه لېسو او انسټيټیوټونو کې نجاري، د موټرانو ترمیم، بانکداري، د برېښنا تخنیک او بېلابېلې نورې حرفوي زده کړې زده کوونکو ته ورکول کیږي.

ده زیاته کړه: «موږ سږ کال له ټولو لېسو او انسټيټيوټونو څخه ۷۰۰ تنه فارغ کړل او ۹۵۰ تنه جدید شمول لرو، په لېسه کې زده کوونکو له نهم ټولګي څخه وروسته درې کاله زده کړې کوي او په انسټيټیوټ کې بیا دوه کاله زده کړې کوي چې بیا پوهنتون ته ځي.»

د هغه په وینا، یو نوی پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له خوا پیل شوی چې شپږ میاشتني کورسونه جوړوي او خلکو ته د بېلابېلو حرفوي زده کړو زمینه برابروي چې دا په ښوونځي پوري اړه نه لري او هر کس کولای شي ګډون پکې وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ له انسټيټیوټ څخه د لومړي ځل لپاره زده کوونکي فارغ شول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*