
د کورنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان خلاف لاس موټرو لپاره د کټګوریو ټاکل
د ښيلاس سټیرنګ لرونکو موټرو لپاره د نمبر پلېټونو د وېش له درېدو وروسته، اوس د کورنیو چارو وزارت د دغو موټرو لپاره د درېیو کټګوریو له رامنځته کېدو خبر ورکوي.
د یاد وزارت ویاند زیاتوي، که څه هم د دغو وسایطو لپاره د سټیکرونو د وېش بهیر د پای ته رسېدو په حال کې دی، خو ټاکل شوې چې دغه لړۍ په نږدې راتلونکې کې بېرته پیل شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع ویلي: «د کورنیو چارو وزارت او د ترافیکو عمومي ریاست هڅه کوي چې د یوه اوږدمهاله پروګرام په چوکاټ کې د افغانستان خلاف لاس موټرو فعالیت محدود او حتا ودروي، ځکه دا موټر د افغانستان له ترافیکي سیستم سره سمون نه خوري او ډېری وخت ترافیکي پېښې د دغو موټرو د چلوونکو له خوا رامنځته کېږي.»
ښاغلی قانع د هېواد په کچه د ښي لاس سټیرنګ موټرو د لاس د بدلون یادونه هم کوي او وایي چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.
په همدې حال کې، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د دې اقدام هرکلی کوي او دا د ترافیکي پېښو او ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره اغېزناک ګام ګڼي.
د کابل اوسېدونکی مصدق وايي: «خلاف لاس او بېاسناده موټر باید راټول او اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي، ځکه دغه وسایط تر ډېره د ترافیکي ګڼېګوڼې او پېښو لامل ګرځي.»
همدارنګه یو موټر چلوونکی، ظریف وايي: «د بېاسناده موټرو راټولول او خپلو ولایتونو ته یې لېږدول ښه اقدام دی او کولی شي د ترافیکي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.»
تر دې وړاندې، د ترافیکو عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې، هېڅ هغه نقلیه وسیله چې جوازسیر او نمبرپلېټ ونه لري، کابل ښار ته د ننوتلو او تګ راتګ اجازه نه لري.
دغه ریاست له هېوادوالو غوښتي وو چې په کابل ښار کې د داسې وسایطو له کارولو او تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
لومړی نظر وکړئ on "د کورنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان خلاف لاس موټرو لپاره د کټګوریو ټاکل"