
د کورونو جوړولو د جواز پیچلتیا؛ د کابل د اوسېدونکو تازه ستونزه
د کورونو د کرايو د لوړېدو تر څنګ، په شخصي کورونو کې د ودانولو او بیا رغونې چارې هم د کابل ښاریانو له جدي ستونزو څخه دي؛ هغه ستونزه چې ډېری کورنۍ هره ورځ ورسره مخ دي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي چې په خپلو کورونو کې د خونو د جوړولو یا بیا رغونې هڅه کوي، وایي چې اړ دي د ودانولو د اجازې لپاره له ناحیې، اړوندې حوزې، د ګذر وکیل او دغه راز د کابل ښاروالۍ څخه جلا جلا جواز ترلاسه کړي.
د کابل اوسېدونکی سلیم وايي:«کله چې یو څوک غواړي په خپل کور کې ودانیز کار وکړي، لومړی باید ناحیې ته ولاړ شي؛ خو هلته ورته ویل کېږي چې ښاروالۍ ته لاړ شي او برعکس. دا تګ راتګ د دې لامل کېږي چې هم په کور کې او هم په ښاروالۍ کې پرې اضافي لګښتونه راشي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی محمد اشرف وایي:« یو څوک چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي، غواړي خپل کور جوړ کړي؛ خو کله چې کار پیل کړي، اړ کېږي ناحیې ته ولاړ شي او د مالي ستونزو له امله په سختۍ سره اجازه ترلاسه کوي.»
د یو شمېر هېودوالو په وینا، د جواز اخیستلو پېچلی او وخت نیونکي بهیر اړ کړي چې ځینې کسان د خپلو کارونو د چټکتیا لپاره اضافي پیسې ورکړي.
د کابل اوسېدونکی عاشق الله په دې اړه وایي:« دلته ډېری خلک شته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي؛ خو ناحیه هغوی ته اجازه نه ورکوي چې بېرته یې ورغوي.»
د کابل اوسېدونکی شیرمحمد بیا وایي:« هر څوک چې غواړي کور جوړ کړي، باید له ناحیې او نورو ادارو اجازه ولري؛ خو دا بهیر له اضافي لګښتونو سره مل دی، هم په ناحیه کې او هم په ښاروالۍ کې.»
په همدې حال کې، کابل ښاروالۍ وایي چې د دې بهیر د اسانه کولو لپاره هڅې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وایي:« کابل ښاروالۍ هغو ټولو کسانو ته چې ودانیز کار کوي اجازه ورکوي؛ په لومړي قدم کې هغه څوک چې کور لري او هلته ژوند کوي او دوه نورو خونو ته اړتیا لري، کولای شي د خپلې ناحیې له لارې اجازه ترلاسه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کابل ښاروالۍ مسوولینو د ودانیزو جوازونو د صادرولو لپاره د ځانګړي مرکز د جوړېدو خبر ورکړی وو، چې موخه یې د جواز اخیستلو بهیر اسانه کول او د خلکو ستونزې کمول دي.
لومړی نظر وکړئ on "د کورونو جوړولو د جواز پیچلتیا؛ د کابل د اوسېدونکو تازه ستونزه"