
د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د ځمکنیو ماینونو له امله له ۱۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست له چاودېدونکو توکو څخه د هېواد د بشپړې پاکونې په برخه کې د بودجې د کموالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، نوې شمېرې خپرې کړې دي.
د دغو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه په هېواد کې د ناچاوده ماینونو ۴۹ پېښې ثبت شوې دي، چې په پایله کې یې ۳۰ کسان مړه او ۷۱ نور ټپیان شوي دي؛ هغه ارقام چې هره شمېره یې په خپل زړه کې د درد او غم کیسه لري.
د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام رییس، نورالدین رستمخېل وویل: «د همکارو بنسټونو په مرسته، ۲۲ کیلومتره ساحه له ماینونو پاکه شوې او تر اوسه په ټول افغانستان کې ۱۰۱۹ کیلومتره ساحه لا هم له ماینونو ډکه ده چې پاکولو ته اړتیا لري. افغانستان اوس خوندي دی او د ماین پاکۍ لپاره زمینه ډېره برابره ده؛ خو له بده مرغه د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د بودجې له کمښت سره مخ دی. له ملاتړو ادارو زما غوښتنه دا ده چې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د بودجې زیاتولو ته پاملرنه وکړي.»
خو له دې تریخ واقعیت سره سره، د هیلې یوه کړکۍ هم ښکاري. پوهان په دې باور دي چې په هېواد کې د امنیت ټینګښت د ماین پاکۍ د عملیاتو د پرمخ وړلو لپاره بې سارې فرصت برابر کړی دی. د دوی په وینا، که مالي سرچینې او اړین ملاتړ چمتو شي، د دې ګواښ د کمولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کېدی شي او ډېرې ځمکې بېرته ژوند ته راګرځول کېدی شي.
پوځي کارپوه صادق شینواري په دې اړه وویل: «د ملي بنسټونو او نړیوالو همکارانو له لوري د دې بودجې زیاتوالی یوه جدي اړتیا ده؛ که نه نو د ملي بنسټونو او نړیوالو همکارانو له خوا په دې برخه کې د بودجې نه زیاتوالی ښايي په افغانستان کې ورځ تر بلې د مرګ ژوبلې کچه لوړه کړي.»
د چاپېریال ساتنې کارپوه، سیدمحمد سلیمانخېل وویل: «ناچاوده ماینونه د خاورې، اوبو او تر ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا لامل کېږي، چې د خاورې ککړتیا پخپله زراعت ته د زیان رسولو سبب کېدای شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د خدمتونو د ادارې د رپوټونو له مخې، له ۱۹۸۹ کال راهیسې تر اوسه له ۴۵ زرو څخه زیات افغانان د ماینونو او ناچاوده توکو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي؛ په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې نږدې ۷۰ تر ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان جوړوي.
لومړی نظر وکړئ on "د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د ځمکنیو ماینونو له امله له ۱۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي."