
راشدخان افغانستان لپاره د دوو هېوادونو د تابیعت ورکولو وړاندیزونه رد کړي
د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان ویلي چې د هند او اسټرالیا له لوري ورته د تابعیت ورکولو او د دغو هېوادونو لپاره د لوبېدو وړاندیزونه شوي دي.
د هغه په خبره، دغه وړاندیزونه یې رد کړي او د خپل هېواد استازیتوب ته ژمن پاتې شوی دی.
د هندي رسنیو د راپور لهمخې، هغه ویلي چې د ۲۰۲۳ کال ایپيایل سیالیو پر مهال ورسره په غیرې رسمي ډول د تابیعت د ورکولو موضوع شریکه شوې وه.
راشد ویلي: «ما ته له اسټرالیا او هند دواړو خواوو وړاندیزونه وشول، خو ما ورته وویل که د خپل هېواد لپاره لوبه ونه کړم، د بل هېڅ هېواد لپاره به هم ونه لوبېږم.»
راشد د هند وړاندیز ته په اشارې سره ویلي، کله چې هغه د ګجرات ټایټنز لپاره لوبېده، یو چارواکي ورته وویل چې د هند د کرېکټ بورډ یو لوړپوړی کس غواړي ورسره وګوري. د هغه په خبره، دغه کس ورته وړاندیز وکړ چې په هند کې دې ژوند وکړي، اسناد به ورکړل شي او هلته به کرېکټ وکړي، خو راشد دا وړاندیز په درنښت رد کړ.
دا لومړی ځل نه دی چې له خپل وطن سره د راشد خان د مینې خبرونه خپریږي، بلکې په ۲۰۱۸ کال کې هم د هغه له غوره لوبو وروسته په هند کې د تابعیت ورکولو غوښتنې راپورته شوې وې، خو د افغانستان مخکني ولسمشر، محمد اشرف غني هغه د ملي ویاړ نښه بللې وه او ټینګار یې کړی و چې افغانستان به راشدخان له لاسه ور نه کړي.
راشد خان له ننګرهاره، تر نړۍوال شهرت اوږده لاره وهلې او اوس د نړۍ له تر ټولو مشهورو شل اوریزو لوبغاړو څخه دی.
هغه تل ټینګار کړی چې د افغانستان استازیتوب د ده لپاره تر هر څه مهم دی.
لومړی نظر وکړئ on "راشدخان افغانستان لپاره د دوو هېوادونو د تابیعت ورکولو وړاندیزونه رد کړي"