راشد خان د هند خلاف نه لوبېږي افغانستان سبا کرېکټ کې بله تاریخي لوبلړۍ پیلوي

راشد خان

د افغانستان د شل اوریزو لوبډلې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ له بي بي سي پښتو سره خبرو کې منلې چې “راشد خان د هند خلاف لوبو کې نه لوبېږي.”

د افغان لوبډلې دغه لنډمهاله لوبډلمشر ویلي د راشد خان شتون لوبډلې ته ډاډمنتیا ورکوي خو دا چې “هغه له بده مرغه د ملا درد له کبله له مونږ سره دې لوبلړۍ کې نشي لوبیدی پرې خواشیني یوو.”

ابراهیم ځدراڼ چې دا مهال د راشد خان پر ځای لنډمهاله لوبډلمشر دی، وايي د هغه نشتون به احساس وي خو لوبډله یې نور داسې لوبغاړي هم لري چې ښه تجربه لري.

هغه همدا راز بي بي سي ته ویلي راشد خان شاوخوا اتیا سلنه ښه شوی او نږدې راتلونکې کې به د افغانستان د لوبو مهمه برخه وي.

فکر کېږي چې د هند خلاف لوبلړۍ کې به قیس احمد د راشد خان پر ځای ورو بالر وي او د ابراهیم په وینا د قیس احمد تجربو ته په کتو په ده د ښو لوبو باور لري.

کرېکټ

دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان له هند سره د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ کوي، دا لړۍ د هند په کوربه توب سبا (پنجشنبه) پیلېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د دغې لوبلړۍ لپاره ۱۹ کسیزه لویه لوبډله ټاکلې چې په ترکیب کې یې راشد خان هم دی خو اوس د دې پخلی شوی چې ښاغلی خان د روغتیاي ستونزو له کبله نشي لوبیدی.

راشد خان د یو ورځنیو سیالیو له نړیوال جام وروسته لندن کې د ملا عملیات وکړل او ډاکټرانو ورته د څه وخت لپاره د ارام سپارښتنه کړې.

د نړۍ دا پیاوړۍ لوبغاړی له لوبډلې سره په هند کې په تمریناتو بوخت دی خو لا د لوبې جوګه نه دی.

کرېکټ
د عکس تشریح، راشد خان له عملیاتو وروسته په لومړي ځل له لوبډلې سره د ګډو تمرینانو پر مهال

هند هم دغې لوبلړۍ ته د روهېت شرما او ویرات کوهلي په ګډون پیاوړې لوبډله اعلان کړې چې مشري یې پیاوړی او با تجربه لوبغاړی روهېت شرما کوي.

په همدې مهال هندي روزونکي ویلي ویرات کوهلي د افغانستان خلاف لومړۍ لوبه کې د شخصي بوختیاوو له کبله نه لوبېږي.

د هند کرکټ روزونکی راهول ډراویډ خبري غونډې ته ویلي ویرات کوهلي به په دوه نورو لوبو کې وي.

هند کې د افغان لوبډلمشر خبري ناسته

کرېکټ

په همدې مهال افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ نن (چارشنبه)د هند موهالي کې خبري غونډه هم لرله.

له ښاغلي ځدراڼ څخه د راشد خان د نشتوالي او د هند په لوبډله کې د پیاوړو لوبغاړو په اړه پوښتنه وشوه چې په ځواب کې یې افغان لوبډلمشر وویل “د راشد خان نشتوالی به احساس وي خو اوس افغانستان نور پیاوړي لوبغاړي هم لري چې د ښو لوبو تمه ترې کیدای شي.”

له ښاغلي ابراهیم په شل اوریزو سیالیو کې د منډو اوسط په اړه هم پوښتنه وشوه چې “څه کم دی” او دی خپل ځان په شل اوریزو کې څنګه پیاوړی کولی شي؟

هغه وویل شل اوریزې لوبې رښتیا هم له یو ورځنیو سیالیو توپیر لري، دی د منډو اوسط (رن رېټ) په جوړلو او لوړولو کار کوي خو په وینا یې “زه وضعیت ته په کتو لوبه کوم.”

د ده په ټکو که لوبډله ملګرتیا ته اړتیا لري نو د غټو شاټونو وهلو چانس کم وي خو وایې “شل اوریز جام ته له تګ مخکې د منډو د اوسط په لوړولو یې فکر دی.”

کرېکټ

له هغه دا پوښتنه هم وشوه چې د هند غوندې پیاوړې لوبډلې سره یې له لوبو هغه هم د هند په کوربتوب څه تمه کیدای شي؟

د افغانستان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ رسنیو ته په ځواب کې وویل ” د هند خلاف او هغه هم د دوی په کوربتوب سخت ګڼل کیدای شي خو زه به ووایم چې مونږ د شل اوریزو سیالیو ښه لوبډله یو او ښه باتجربه لوبغاړي لرو نو زه باور لرم چې د هند خلاف به ښې لوبې ولرو.”

د افغانستان او هند تر منځ دویمه لوبه د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۴مه او وروستۍ هغه یې په ۱۷مه نېټه ده.

درې واړه لوبې د هند په دریو بېلابېلو لوبغالو او ښارونو کې کېږي.

د افغانستان او هند د خپلمنځي لوبو شالید

کرېکټ
د عکس تشریح، د هند خلاف د غوره شویو لوبغاړو نوملړ

افغانستان له دې مخکې همدا تېره اونۍ له متحده عرب اماراتو د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ وګټله.

افغان لوبډلې تېر کال پاکستان ته هم په شل اوریزو سیالیو کې تاریخي ماتې ورکړې وه او لوبلړۍ یې پخپل نوم کړې وه.

خو د هند او افغانستان تر منځ تر اوسه د شل اوریزو سیالیو کومه لوبلړۍ نه وه شوې او د افغانستان کرېکټ بورډ په لومړي ځل توانیدلی له سترو هېوادونو سره مهمې سیالۍ تنظیم کړي.

له دې مخکې په نړیوالو جامونو او اسیایې سیالیو کې وخت نا وخت دواړه لوبډلې سره مخ شوې خو خپلمنځي لوبې یې نه دي کړې.

افغانستان او هند له ۲۰۱۰ کاله راهیسې څلور ځلې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې سره مخ شوې له دې ډلې یې څلور هغه هند په لوی توپېر ګټلې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "راشد خان د هند خلاف نه لوبېږي افغانستان سبا کرېکټ کې بله تاریخي لوبلړۍ پیلوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*