راپور: د خوړو نه خوندیتوب په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین رامنځته کړی

💬0

راپور: د خوړو نه خوندیتوب په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین رامنځته کړی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د تغذیې نړۍوالې ډلې په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته ۸۳ سلنې ماشومان د خوړو د نه خوندیتوب له ناوړه وضعیت سره مخ دي.

په راپور کې راغلي چې د روان زېږیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تغذیې نړۍوالې ډلې او  همکارانو یې په افغانستان کې تر ۹۴۵ زره زیاتو کسانو ته د تغذیې اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

اقتصادي شنونکي عبدالظهور مدبر و ویل: «د خوړو خوندیتوب د کورنیو لپاره یو له مهمو او اساسي موضوعاتو دی. طبیعي ده چې د خوړو خوندیتوب د تامین لپاره عایداتي او مالي بودیجې ته اړتیا لرو. یوه لار یې د مرستندویه بنسټونو مرستې او دې برخې ته د نړۍوالې ټولنې پاملرنه کېدای شي.»

ډاکټران وایي، خوارځواکي په هېواد کې پر یوه خاموش ناورین بدله شوې چې تر ډېره یې ماشومان او امیندواره ښځې اغېزمنې کړې دي.

د دوی په خبره، د مناسب خوراکي رژیم نشتوالی او د ساري ناروغیو تکرار په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو له مهمو لاملونو دي.

ډاکټر مجتبی صوفي په دې اړه و ویل: «تر ډېره هغه کسان پر خوارځواکۍ اخته کیږي چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي یا د خوړو د ارزښت په اړه کافي پوهاوی ونه لري. ان ځینې چاغ کسان هم د یو ډول خوړو د دوامدار استعمال یا د هاضمې ستونزو له امله پر خوارځواکۍ اخته کېدای شي.»

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت وایي، اسلامي امارت د همکارو سازمانونو په مرسته هڅه کوي په ټول هېواد کې نږدې درې زره روغتیايي مرکزونه فعال وساتي، څو د تغذیې خدمتونه وړاندې او پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل: «په ټولیز ډول د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره عامه پوهاوی لرو او بېلابېل پروګرامونه تر کار لاندې دي، څو وکولای شو د خوارځواکۍ مخه ونیسو.»

په راپور کې دغه راز راغلي چې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د شدیدې خوارځواکۍ کچه له ۱۰ سلنې لوړه ثبت شوې، چې ډېری پېښې یې په هلمند او ډایکندي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "راپور: د خوړو نه خوندیتوب په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین رامنځته کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*