«روانه جولای مياشت ښايي په تېرو څو کلونو کې تر ټولو ګرمه وي»

«روانه جولای مياشت ښايي په تېرو څو کلونو کې تر ټولو ګرمه وي»
«روانه جولای مياشت ښايي په تېرو څو کلونو کې تر ټولو ګرمه وي»

د ناسا ادارې ساينس پوهان وايي چې د دې امکان شته چې روان کال تر اوسه ثبت شوی تر ټولو ګرم کال وي. دوی وايي چې راتلونکي کلونو ښايي تر دې هم ډېر ګرم وي.

د ناسا ادارې لوړپوړو ساينس پوهانو له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د روان ۲۰۲۳م کال جولای مياشت که «د زرونو نه وي نو د سونو کلونو» د ثبت شويو ارقامو په حواله تر ټولو ګرمه مياشت ښايي وي.

دوی خبرداری ورکړی دی چې په راتلونکي کې به د تودښت درجه نوره هم پسې لوړه شي.

د ناسا د «فضايي څيړنو د ګودادر انستيتويت» مشر ګیون شمت ويلي دي چې «موږ په ټوله نړۍ کې بدلونونه مشاهده کوو. د ګرمۍ کومې څپې چې اوس په امريکا، اروپا او چين کې وينو هغه د ماضي د ټولو ريکارډونه د ماتولو په حال کې دي.»

د روان میلادي کال د جون میاشت لا دمخه د تر ټولو ګرم جون په توګه ثبت شوې ده او د دې امکان شته چې جولای هم تر اوسه تر ټولو ګرمه مياشت ثابته شي.

د ناسا مشر ساينس پوه او د آب و هوا د برخې مشاور کیټ کيلون، د دې غونډې په ترڅ کې وويل: «موږ ته معلومه ده چې دا شدیده ګرمي چې موږ یې پر خپله سياره مشاهده کوو، اصلي علت یې د ګلخانه يي ګازونو اخراج دی.»

«دا یې یوازې پېل دی»

د ناسا ساينس پوهانو روښانه کړه چې د دې انستيتويت له اړخه راټول شوي او پلټل شوې معلومات لا دمخه دې ته اشاره کوي چې د تودښت درجه مخ پر لوړيدو ده.

شمت وويل: «له تېرو څلورو لسیزو راهيسې په هره لسیزه کې د تودښت درجه لوړه شوې ده.»

د امريکا فضايي ادارې په وروستي ځل د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو په ژمي کې د رامنځته شوې ال نینو (El Nino) د پدیدې له کبله د ۲۰۱۶م کال په جولای او اګست میاشت کې د تودوخې درجې ډېروالی ليدلی وو.

د ال نینو همدا ډول پديده دمګړۍ هم روانه ده. ال نینو يوه موسمي پدیده ده چې د دوو او اتو کلونو ترمنځ موده کې رامنځته کیږي. په دې ترڅ کې د آب و هوا جريانونو په ناڅاپي توګه تغير کوي چې په نتیجه کې سمندري توپانونه او سېلابونه رامنځته کیږي.

شمت وويل: «په اوسنۍ روانه پدیده کې موږ لا تر دې کچې نه يو رسيدلي.» هغه وويل چې دا اوس يوازې لا را ظاهره شوې ده او خپل اوج ته لا نه ده رسېدلې.

د کارپوهانو په حواله دمګړۍ په ټوله نړۍ کې ترسترګو کیدونکې د ګرمۍ څپې په ځانګړي توګه په سمندرونو کې د ګرمۍ له وجې دي.

شمت وويل: «موږ له څو میاشتو راهېسې د سمندر پر سطحه ريکارډ ماتوونکي ګرمي مشاهده کوو حتی د استوايي ساحو دباندې هم. زموږ د اټکل له مخې به دا دوام پيدا کړي او زموږ په آند یې د دوام علت دا دی چې موږ چاپيريال ته ګلخانه يي ګازو افرازوو.»

د ناسا دې لوړپوړي ساينس پوه وويل دا خبره پنځوس سلنه امکان لري چې ۲۰۲۳م کال به د ریکارډ کچې ګرم کال وي او کیدای شي ۲۰۱۴م کال هم پر شا پريږدي ځکه چې د ال نینو له کبله به هغه نور هم ګرم شي.

نور ساينس پوهان هم اټکل کوي چې د دې ۸۰ سلنه امکان شته چې تر اوسه د تودښت ثبت شويو ټولو ریکارډونو په حواله به روان کال تر اوسه تر ټولو ګرم وي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "«روانه جولای مياشت ښايي په تېرو څو کلونو کې تر ټولو ګرمه وي»"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*