
روغتیا وزارت: تړل شوي روغتیايي مرکزونه د لنډمهالو پروژو برخه وو
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو سازمانونو تر ملاتړ لاندې د یو شمېر روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو په اړه وايي چې دغه مرکزونه د لنډمهالو پروژو برخه وو.
د دغه وزارت ویاند طلوعنیوز ته ویلي چې عامې روغتیا وزارت د بدیلو ملاتړکوونکو د موندلو هڅې کوي او تېر کال یې له بېلابېلو سازمانونو سره ۳۵۰ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي چې ورسره یو شمېر نوي روغتیايي مرکزونه هم فعال شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي: «د لاسلیک شویو هوکړهلیکونو پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو برخو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه فعال شوي دي. له همدې امله اندېښنه نشته چې د دغو مرکزونو په تړل کېدو سره دې زموږ د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول اغېزمن شوي وي. دا لنډمهالې پروژې وې او د مرکزونو په سیستم کې کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.»
روغتیايي کارکوونکي او ډاکټران ټینګار کوي چې نړیوال سازمانونه او هېوادونه باید بشري مرستې، په ځانګړي ډول روغتیايي مرستې، سیاسي نه کړي، بلکې د غوره روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
روغتیايي کارکوونکې ندا راستین وویل: «د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو پر میندو، ماشومانو او ښځینه ډاکټرانو اغېز کړی دی. له نړیوالې ټولنې غواړو چې همکاري وکړي څو دغه روغتیايي مرکزونه بېرته فعال شي.»
بلې روغتیايي کارکوونکې صدف کوهستاني وویل: «نړیواله ټولنه باید روغتیايي مرستې سیاسي نه کړي او هڅه وکړي چې په افغانستان کې نور روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.»
ډاکټر عبدالحق قاضيزاده وویل: «هغه روغتیايي مرکزونه چې تړل شوي، د تړل کېدو په حال کې دي او یا نیمه تړل شوي او لږ امکانات او بېکیفیته روغتیايي خدمات لري، د افغانستان له لوري یې بېرته فعالول ستونزمن دي؛ ځکه افغانستان پراخ هېواد دی او د عامې روغتیا وزارت مالي توان دومره نه دی چې د دغو مرکزونو د اړتیا وړ مالي سرچینې برابرې کړي.»
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د جولای تر میاشتې پورې په افغانستان کې نږدې ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت له امله تړل شوي یا یې فعالیت درول شوی دی.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان هم ویلي وو چې په وروستیو کلونو کې د بشري بودجې د کمېدو له امله د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیت درول شوی چې له امله یې شاوخوا ۳.۷ میلیونه کسان اغېزمن شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "روغتیا وزارت: تړل شوي روغتیايي مرکزونه د لنډمهالو پروژو برخه وو"