زابل کې د پولیو دوه محیطي پېښې مثبت شوي

زابل کې

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسؤولین وايي چې په مرکز کلات کې د پولیو یا ګوزڼ دوه ساحوي سمپلونه مثبت شوي دي.

د ګوزڼ دغه ساحوي نمونې د کلات ښار په هواشناسي او رساله کلیو کې ثبت شوي دي. لدې مخکې د پولیو ویروس درې محیطي نمونې د کندهار ښار په خندق او کاروان کوڅه سیمو کې هم لیدل شوې چې ګڼ مېشتې سیمې بلل کیږي.

د زابل د عامې روغتیا د کتلوي معافیت مسؤول، عبدالغني مولانا امریکا غږ ته وویل چې د پولیو دا سمپلونه دوې میاشتې مخکې اخستل شوې وې او د پاکستان د بلوجستان سره تړاو لري.

نوموړي وویل: “اوس مهال د پولیو فرعي کمپاین روان دی او دا به د ۲۰۲۳ وروستی کمپاین وي چې په ترڅ کې به یې د زابل ۲۰۰۰۰۰ ماشومان واکسین شي.”

د نوموړي په وینا، موږ د چاپېریال دوه مثبتې پېښې هم لرو، چې دوه میاشتې مخکې یې نمونې اخیستل شوې وې. دا انساني پېښې نه دي، محیطي پېښې دي.

زابل کې د ګوزڼ محیطي پېښې داسې مهال ثبتېږي چې د دغه ولایت تر څنګ ټولو ولایتونو کې اوس د پخوا په پرتله د پولیو ضد واکسین کمپاین له ستونزو پرته پلی کېږي.

که څه هم په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د پولیو مثبته پېښه په زابل کې نده لیدل شوې، خو په چاپیریال کې یې د ویروس موجودیت د زرګونو ماشومانو د روغتیا لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي.

له دې وړاندې د پولیو یا ګوزڼ شپږ انساني پېښې ثبت شوې وې چې ټولې یې په ختیځ ننګرهار ولایت وې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "زابل کې د پولیو دوه محیطي پېښې مثبت شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*