زهرا بلوچ طالبانو ته: د ټي ټي پي قوماندانان پاکستان ته را وسپارئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د ټي ټي پي او نور پاکستان ضد قوماندانان چې په افغانستان کې اوسي پاکستان ته وسپاري؛ خو طالبان بیا دا ډول ادعاوې بې ځایه ګڼي.

د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ نوموړې نن چهارشنبه (د لیندۍ ۲۲مه) په یوې مرکې کې ویلي، چې پاکستان به د دغه هېواد د قوانینو له مخې د دغو عناصرو پر ضد اقدام وکړي.

هغې وویل، چې دوی د یادو قوماندانو پر ضد کافي شواهد لري.

نوموړې ویلي، چې په ډېره اسماعيل خان كې د وروستي بريد په اړه یې د طالبانو د سفارت سرپرست ته یو احتجاجیه ليک هم سپارلې دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې د پولیسو پر مرکز د برید په اړه په افغانستان د پاکستان د چارواکو د تورونو په غبرګون کې ویلي، برید له افغانستان سره تړاو نه لري او د داسې بریدونو مخنیوي باید په خپله پاکستان کې وشي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان له لوري د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز د شوي برید په اړه د پاکستاني چارواکو ادعادې ردوي او وايي؛ یاد برید له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزیون د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۲مه) د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړی، مجاهد په دغه پیغام کې هغه ادعاوي ردوي، چې ګواکې دغه برید له افغانستانه رهبري شوی.

نوموړی وايي: «لومړی خو متاسفه یو چې په پاکستان کې داسې پېښه شوې، دویم دا چې دا برید له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري دا ادعا ډېره بیځایه ده.»

ذبیح الله مجاهد د یاد برید په اړه د پاکستاني چارواکو د تورنو په غبرګون کې ویلي: «دوی دې خپل امنیت ساتلو ته پاملرنه وکړي هره مساله پر بل هېواد تاوانول د مسالې حل لاره نه ده موږ په دې اړه څېړنې کوو.»

د طالبانو ویاند په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز د برید په اړه وايي: «د څېړنو په اړه چې یادونه شوې ده که زموږ سره د څېړنو پایلې شریکې شي، موږ حمتاً په دې اړه څېړنې کوو. د داسې بریدونه مخه باید په خپله پاکستان کې ونیول شي.»

د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز د برید مسوولیت د تحریک جهاد پاکستان (ټي ټي پي) په نوم وسلوالې ډلې په غاړه اخیستی.

د پاکستان پوځ هم منلې، چې په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز په موټر بم برید کې ۲۳ سرتیري وژل شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "زهرا بلوچ طالبانو ته: د ټي ټي پي قوماندانان پاکستان ته را وسپارئ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*