جاپان د ساري ناروغیو په مخنیوي کې له افغانستان سره ۶.۹ میلیون ډالر مرسته کوي

ساري ناروغیو

د جاپان حکومت وايي د روغتیا د نړیوال سازمان سره په همکارۍ به په افغانستان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د ظرفیت په لوړولو کې ۶.۹ میلیون ډالر مرسته کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان نن یکشنبه ډسمبر ۱۷ (لیندۍ۲۶) وویل چې توکیو به دا مرستې د جاپان د نړیوالې همکارۍ د ادارې (جیکا) له لوري په افغانستان کې په انتاني روغتونونو کې ولګوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دغو مرستو هدف په ساري ناروغیو د اخته کسانو«ښه خدمتونه کول، د ساري ناروغیو د دقیق تشخیص لپاره د لابراتوارنو په برخه کې مرسته کول، د افغان-جاپان د ساري ناروغیو د روغتون او په کابل کې د انتاني د ملي روغتون د کاري ظرفیت په اړه اطمینان ترلاسه کول» دي.

فکر کېږې چې له دغې پروژې څخه به په افغانستان کې څه باندې ۷۶۰۰۰ کسان برخمن شي.

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تکایوشي کرومیا وویل چې هېواد یې د ځینو ناروغیو د منفي اغیزو د کمولو په اړه د پرمختګونو ننګه کوي. هغه وویل: «زه هیله لرم چې د ساري ناروغیو په کمېدو او د دا ډول ناروغیو د مخنیوي له لارې…. افغانستان په داسې یو هېواد بدل شي، چې ټول ماشومان، ښځې او نارینه په کې ارام ژوند وکولای شي.»

ساري ناروغۍ په نړۍ کې د انسانانو ژوند ګواښي او د ډېرو انسانانو د مړینې او اقتصادي ستونزو لامل هم ګڼل کېږي.

د افغانستان لپاره د نړیوالې روغتیا سازمان استازي لاو داپنګ وویل چې دغه سازمان د ساري د مخنیوي د هڅو په برخه کې د جاپان د دوامداره مشارکت او مرستو هرکلی کوي.

په افغانستان کې انتاني ناروغیو روغتونونه مرستو ته ضرورت لري چې کاري ظرفیتونه یې ډېر او لوړ شي چې په اینده کې ناورغیو د مخنیوي په برخه کې لا اغیزناک کار وکړای شي.

د افغانستان لپاره د نړیوالې روغتیا سازمان استازي لاو داپنګ وویل چې دغه سازمان د ساري د مخنیوي د هڅو په برخه کې د جاپان د دوامداره مشارکت او مرستو هرکلی کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جاپان د ساري ناروغیو په مخنیوي کې له افغانستان سره ۶.۹ میلیون ډالر مرسته کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*