سترې محکمې : د عرفې او اختر اعلان د شرعي حکم پر بنسټ شوی

د هېواد سترې محکمې طلوع‌نیوز ته ویلي چې، د عرفې او اختر ورځو اعلان د شرعي حکم پر بنسټ شوی او سبا (یکشنبې) په هېواد کې عرفه او دوشنبې هم د اختر لومړۍ ورځ ده.

دا په داسې حال کې ده چې، سعودي عربستان نن (شنبې) عرفه او د یکشنبې ورځ یې د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
 
د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد د دې له ویلو سره چې، د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ لوی واټن شته طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«حنفي فقه کې د اختلاف المصالح په نوم یوه مسئله ده، یعنې هغه هېوادونه چې، سره لېرې وي او ترمنځ یې کیلومټرونه واټن وي، د هغوی لپاره خپل رویت شرط دی، یعنې د سعودي د خلکو لپاره او سعودي ته چې، نږدې دي د هغوی لپاره خپل رویت شرط دی. د افغانستان او نورو لېرې هېوادونو لپاره بیا خپل لیدل شرط دي.»

دیني عالم حسیب‌الله حنفي هم په دې هکله وايي:«د دغه ځای د وخت په اعتبار سره موږ روژې نیسو، د دغه ځای د وخت په اعتبار سره موږ پېشلمي او قرباني کوو، نو اخترونه به هم د دغه ځای په اعتبار سره کوو، د عرفې د روژې فضیلت هم چې کوم راغلی دی، هغه د دغه ځای په اعتبار سره دی نه د سعودي د عرفاتو او د سعودي د ملک په حساب سره.» 

بل دیني عالم همایون هم څرګندوي:«خپله زموږ علما، د حلال کمېټې دا پرېکړه کوي او پرېکړه یې کړې ده چې، سبا ته زموږ او تاسو اختر نه‌دی بلکې عرفه ده. دا هېڅ د تشویش خبره نه‌ده.»

له دې سره هم‌مهاله د ارشاد، حج او اوقافو سترې محکمې وزارت سرپرست هم چې، سعودي عربستان ته تللی، وایي چې، ټول افغان زیارت کوونکي عرفات ته رسېدلي دي. نورمحمد ثاقب ټينګار کوي چې، د حاجیانو د اسانتیاوو او لارښوونې لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب وايي:«بېلابېلې کمېټې جوړې دي، لکه د تسکین کمېټه، د تغذیې کمېټه ده همدارنګه د ټرانسپورټ کمېټه ده، د مفقودینو کمېټه ده، بېلابېلې کمېټې د دوی په خدمت بوختې دي. »

د حج زیارت کوونکی عنایت‌الله هم وویل:«له زیان کوونکو سره په ډېرې مهربانۍ او صمیمیت همکاري کوي. تراوسه مو د حج مناسک په ښه شان او خوښۍ سره ترسره کړي دي.»

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سترې محکمې سرپرست ټینګار کوي چې، د حاجیانو د لارښوونې او همکارۍ لپاره ۶۵۰ ښوونکي ګومارل شوي څو د حج مراسم په ښه توګه ادا کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سترې محکمې : د عرفې او اختر اعلان د شرعي حکم پر بنسټ شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*