سره میاشت: تېر یوه کال کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳ زره ماشومان ثبت شوي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې په هېواد کې څه باندې درې زره هغه ماشومان له دوی سره ثبت شوي چې سوري زړه په ناروغۍ اخته شوي دي.

د دغې ادارې مسوولین وايي، له دې ډلې څه باندې ۲۴۰۰ ماشومان د هېواد روغتونونو ته لېږدول شوي او پاتې نور یې د درملنې لپاره له هېواده بهر استول شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې وروستي یو کال کې یې د زړه د سوري پر ناروغۍ اخته څه باندې درې زره ماشومان ثبت کړي دي.

د یاد بنسټ ویاند وایي، یو شمېر دغه ماشومان یې له هیواده بهر استولي او څه باندې دوه زره او څلور سوه تنه یې د درملنې او عملیات لپاره په کور دننه روغتونونو ته ور پیژندلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند، مدثر همراز و ویل:” ۳۲۲۵ ماشومان چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي موږ سره ثبت شوي دي چې له منځه یې ۲۴۴۵ ماشومان یې د درملنې په موخه روغتونونو ته معرفي شوي دي.”

نهه کلن احمد هغه ماشوم چې د ماشومتوب دوره د زړه سوري له درد او روغتون کې په بستر کیدو سره تیروي.

د یاد ماشوم کورنۍ چې نوموړی یې د درملنې په موخه له غزنې څخه کابل ته راوړی وایي چې افغاني سرې میاشتې ته د دغه ماشوم تر پيژندنې وروسته یې نوموړی یو خصوصي روغتون کې عملیات کړی او دمګړۍ د ښه کیدو په حال کې دی.

د سوري زړه ناروغ، احمد پلار محمود طلوع نیوز ته و ویل: “موږ له غزني راغلي یو او بیا کیور روغتون ته ولاړو، له ایکو وروسته مالومه شوه چې د زړه سوری لري او بیا سرې میاشتې ته ولاړ او هغوی دې روغتون ته معرفي کړو، دلته اوس عملیات وشو او ښه کیږي پخیر.”

خو پوښتنه دلته ده چې ولې ډیری ماشومان د زړه د سوري پر ناروغۍ اخته کیږي.

یوه ډاکټر، الطاف په دې تړاو و ویل: “د کورنیو ترمنځ ودونه چې د ترونو او ماماګانو د اولادونو ترمنځ کیږي او دویم دا چې د چاغوالي د خپلسرو درملو خوړل دي، له نشه يي توکو استفاده ده او که په کورنۍ کې داسې ناروغۍ مخکې تېره شوې وي هم اغېز لري.”

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مسوولینو په وینا، د زړه د سورې پر ناروغۍ اخته هر ناروغ درملنه ۶۰ تر دوه سوه زره افغانیو لګښت لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سره میاشت: تېر یوه کال کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳ زره ماشومان ثبت شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*