سعودي عربستان د ترکیې مرکزي بانک ته پنځه میلیارد ډالر سپاري

سعودي عربستان د ترکیې مرکزي بانک ته پنځه میلیارد ډالر سپاري
سعودي عربستان د ترکیې مرکزي بانک ته پنځه میلیارد ډالر سپاري

سعودي عربستان غواړي چې د ترکیې په مرکزي بانک کې به پنځه میلیارده ډالر ‌جمع کړي. ترکیه د بهرنیو اسعارو د زیرمو له کمښت سرمخ ده. په دې اړه یو تړون هم لاسلیک شوی چې په دسمبر میاشت کې دا پیسې وسپارل شي.

د خلیج تر ټولو ستر اقتصادي ځواک او مخافظه کاره پاچاهۍ، د سعودي عربستان د پراختیا له پاره د سعودي وجهي صندوق SFD وویل، چې د ریاض او انقرې ترمنځ د څو میلیاردو ډالرو د لیږلو یو تړون لاسلیک شوی.

د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد بن عبدالله الجدعان اعلان کړی چې د سعودي له وجهي صندوق څخه به د روان کال په دسمبر میاشت کې د ترکیې مرکزي بانک ته پنځه میلیارده ډالر وسپاري.

د سعودي عربستان له لورې د ترکیې په مرکزي بانک کې د میلیاردونو ډالرو د زیرمه کولو پریکړه، د انقرې او ریاض د حکومتونو ترمنځ د هڅو یو برخه ده، چې په تېر کې د دوی کړکیچنې اړیکې سمې کړي.

د دواړو هيوادونو ترمنځ اړیکې هغه وخت ترنیګلي شوې، کله چې په ۲۰۱۸م کال په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې پېښه رامنځته شوه.

د ترکیې د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو زیرمې په تېر اوړي کې شپږ میلیارد ډالرو ته راکښته شوې، چې دا د ترکیې له لورې د ساتل شویو بهرنیو اسعارو د زیرو تر ټولو ټيټه کچه ده.

په تیره فبرورۍ میاشت کې په ترکیه کې خوتړۍ زلزلې شاوخوا ۴۵ زره کسان مړه کړل او میلیونونه نور ترکیې وګړي یې بې کوره کړل. د ترکیې اقتصاد ته هم ۸.۵ میلیارده ډالره زیان واوښت.

د سعودي عربستان د خبریال خاشقجي وژنه

په دې وروستیو کې د ترکیې مرکزي بانک ویلي دي چې د فبرورۍ په وروستۍ اونۍ کې یې د بهرنیو اسعارو زیرمې له ۲۰،۲ میلیارد ډالرو څخه یوازې ۱،۴ میلیارد ډالرو ته راټیټې شوي.

د ترکیې د لیرې ارزښت کم شوی

په دې وروستیو کلونو کې د ترکیې د بهرنیو اسعارو زیرمې ډېرې کمې شوې دي چې لامل یې لومړۍ د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر کې د اسعارو بحران او بیا په مالي بازارونو کې د سیاسي مداخلې تګلارې وې چې د دغه هيواد د بهرنیو اسعارو زیرمې یې اغېزمنې کړي دي.

د دې حالاتو پایله وه، چې د امریکایي ډالر په مقابل کې د ترکیې د لیرې ارزښت په ۲۰۲۱ کې ۴۴ سلنه او په ۲۰۲۲ کې شاوخوا ۳۰ سلنه کم شو.

اوس د ترکیې د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو د زیرمو د کمیدو د مخنیوي په خاطر د دواړو هیوادونو ترمنځ یو تفاهم لیک نهايي شوی چې د سعودي عربستان د ګرځندوی وزیر، د سعودي د پراختیا له پاره د وجهي صندوق د رئیس احمد عقیل الخطیب او د ترکیې د مرکزي بانک مسئول شهاب کاوچي اولو له خوا لاسلیک شو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سعودي عربستان د ترکیې مرکزي بانک ته پنځه میلیارد ډالر سپاري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*