سعودي عربستان د یمن سره ۱.۲ ملیارد ډالر مرستې منظورې کړلې

ملګري ملتونه وایي د یمن د دریو څخه دوه برخي وګړي د ژوندي پاتي کیدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وایي د یمن د دریو څخه دوه برخي وګړي د ژوندي پاتي کیدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

سعودي عربستان چې په یمن کې یې د حوثي شعیه یاغیانو په خلاف جګړې کې د ائتلافي ځواکونو مشري کوله، سه شنبه اګست ۱ (زمري۱۰) یې د دې هیواد په نړیواله کچه پیژندل شوي حکومت سره د ۱.۳ ملیادر ډالرو مرستو اعلان وکړ.


د سعودي یو چارواکي د دې هیواد رسمي خبري اژانس ته ویلي چې پدې پیسو به د یمن حکومت وکړی شي د بودجې د کسر چاره وکړي، د دولتي مامورینو تنخواګانې پرې ورکړي او هم به د خوراکي موادو مصؤنیت سره مرسته وشي.

د یمن د حکومت یو چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې د دې مرستو لومړنۍ برخه چې ۲۵۰ ملیونه ډالر دي، د چارشنبې په ورځ دې هیواد ته ورسیږي.

د سعودي عربستان د مالیې وزیر سالم بن بریک چې په پایتخت ریاض کې یې د یمن د حکومت سره د دې مرستو سند لاسلیک کاوه، وویل چې دا پیسې به “د یمن په اقتصاد بوج کم کړي چې مونږ پرې ډیر حساب کوو”.

د سعودي چارواکي وایي په ۲۰۱۵ کال کې چې د ایران د ملاتړ څخه برخمنو حوثیانو پر ضد یې نظامي ائتلاف جوړ کړ او جنګي جیټ الوتکې یې ولیږلې، بله چاره یې نه درلوده ځکه چې پایتخت صنعا په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت څخه ونیوه او بیا یې د هیواد جنوب لور ته هم حرکت کاوه.

خو د بشري حقونو ډلې بیا پدې ائتلاف انتقاد کوي چې ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

یوه خپلواکه ډله چې د یمن جګړې په هکله معلومات راټولوي وایي چې د سعودي په مشرۍ ائتلافي ځواکونو پدې هیواد کې ۲۵۰۵۴ هوایي بمبارۍ کړي چې ۲۸ په سلو کې دا بمبارۍ په غیر نظامي اهدافو شویدي.

پدې اهدافو کې شخصي او دولتي فابریکې، د ترانسپورت زیربناوې، د اوبو او برښنا تاسیسات، ښوونځي او د خلکو د اوسیدو ځایونه شامل دي.

خو په یمن کې جګړه ورسته تر هغه سړه شوه چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب تیر کال د اپریل په میاشت کې اوربند وشو.

سره لدې چې پدې هیواد کې جګړه پای ته رسیدلې خو ملګري ملتونه وایي چې د یمن د دریو څخه دوه برخې وګړي ژوندي پاتې کیدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سعودي عربستان د یمن سره ۱.۲ ملیارد ډالر مرستې منظورې کړلې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*