سوداګرۍ وزارت: د هېواد د صنعت برخه کې بهرنۍ پانګونه ډېره شوې

💬0

سوداګرۍ وزارت: د هېواد د صنعت برخه کې بهرنۍ پانګونه ډېره شوې

په تېرو پنځو کلونو کې په هېواد کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د صنعت په برخه کې پانګونه زیاته شوې ده.

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې موده کې د چین، ایران، ترکیې، قطر او ازبیکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو پانګوالو په بېلابېلو برخو کې له یو میلیارد ډالرو ډېره پانګونه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند محمدآصف الیاس وايي: «دغه پانګونې د تېلو او ګازو، برېښنا، کانونو، سمنټو، خوراکي توکو او نورو برخو کې شوې دي، چې په پایله کې یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»

د دغو پانګونو یوه بېلګه د پاکوونکو موادو د تولید په برخه کې د یوه ایراني شرکت فعالیت دی. دغه شرکت خپل فعالیتونه په کابل او هرات کې پراخ کړي او وايي، په دغو دوو مرکزونو کې یې له سلو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د دې فابریکې د کارکوونکو د پام وړ برخه ښځې دي، چې د لېبل لګولو، بسته‌بندۍ او لابراتوار په برخو کې کار کوي.

د دې فابریکې مدیر وحید بني‌اسدي وايي: «د دې کار اصلي برخه په ایران کې ده، خو زموږ کارکوونکي په افغانستان کې مېشت دي، بازار په بشپړ ډول څېړي او د بازار اړتیاوې معلوموي.»

د دغه شرکت مسوولان وايي، افغانستان یو مهم بازار ګڼي او هڅه کوي چې په هېواد کې خپل تولیدي فعالیتونه نور هم پراخ کړي.

د دغو ښځو لپاره په صنعتي برخه کې کار کول د خپلو مهارتونو د کارولو او د کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو کې د ونډې اخیستو فرصت دی.

د فابریکې یوې کارکوونکې تمنا وايي: «دا د هیله‌مندۍ ځای دی چې موږ لږ تر لږه د صنعت او فابریکو په برخه کې له متشبثینو او سوداګرو سره کار کولی شو او ډېرې خوشحاله یو چې دا زمینه برابره شوې ده.»

د ښځو ترڅنګ، نارینه هم د دې فابریکې په بېلابېلو برخو کې کار کوي او د تولید او محصولاتو د چمتو کولو په بهیر کې ونډه لري.

د فابریکې یو کارکوونکی فیض‌محمد وايي: «له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې له هغو کسانو سره چې دلته پانګونه کوي، د برېښنا، خامو موادو او امنیت په برخو کې همکاري وکړي.»

د صنعت په برخه کې د بهرنۍ پانګونې زیاتوالی، د انرژۍ د تامین، مناسبو زیربناوو د برابرېدو او له کورني تولید څخه د ملاتړ په صورت کې، د کورني تولید د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سوداګرۍ وزارت: د هېواد د صنعت برخه کې بهرنۍ پانګونه ډېره شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*