سومالیا کې د امریکا په هوایي برید کې د الشباب ۱۳ سخت دریځه وژل شوي

په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ نن د اګست په ۲۷ (وږي ۵) وویل چې په سومالیا کې د «ځان د دفاع» لپاره په یو هوايي برید کې د الشباب ۱۳ سخت دریځه وژل شوي دي.

دا برید د سییرا سیمې ته ته نژدې شوی چې د کسیامایو ښار څخه ۴۵ کیلومتره لرې موقعیت لري.

د امریکا د پوځ دغه قوماندان ویلي چې د شنبې ورځې برید د سومالیا د ځواکونو په ملاتړ شوی چې د الشباب له سخت دریځو سره په جګړه کې بوخت وو.

د دغه قوماندان په اعلاميه کې ويل شوي چې د سوماليا د ملي پوځ سره په ګډه ترسره شوې لومړنۍ ارزونې ښيي چې په دغه بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو بیا هم دغه پوځي مرکز ویلي چې د دې عملیاتو د پایلو ارزونه به دوام وکړي او نور معلومات به ورسته شریک کړي.

متحده ایالات د الشباب ډله په نړۍ کې د القاعدې شبکې تر ټولو لویه او فعاله څانګه ګڼي. دغه ډله چې د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې له القاعدې سره یو ځای شوه، پر امریکايي ځواکونو او متحدینو یې په بریدونو او په سیمه کې د هغوی امنیتي منابعو ته په ګواښ سره خپل هدف او وړتیا ثابته کړې ده.

په ورته وخت کې امنیتي سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې د الشباب سخت دریځو په یو کلي چې تازه ازاد شوی و، برید کړی او یو شمېر دولتي سرتېري یې وژلي دي.

د سومالیا رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې حکومتي ځواکونو د افراطيانو برید په شا تمبولی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د الشباب وسله والې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې پر یوې پوځي اډې یې برید کړی او ۱۷۸ عسکر یې وژلي او یو شمېر نور یې ژوندي نیولي دي.

ددې ډلې دا ادعا په خپلواکه توګه نشي تائید کیدای، ځکه چې دا ډله ډیر وختونه د شمیرو په وړاندې کولو کې مبالغه کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سومالیا کې د امریکا په هوایي برید کې د الشباب ۱۳ سخت دریځه وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*