پاکستان ته کډه شوی افغان سوک وهونکی: اتل کېدو هیله یې په زړه پاتې ده

افغان سوک وهونکي عظیم خان خاکسار غوښتل چې په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان استازیتوب وکړي، خو په کډوالۍ کې بې وزلۍ اوس مجبور کړی چې میوه وپلوري.

د لغمان ولایت دا سوک وهونکی وایي، په افغانستان کې یې د سوک وهنې ډیرې سیالۍ ګټلي دي. خو نږدې دوه کاله کیږي چې پېښور ته کډه شوی او د خپلې لس کسیزې کورنۍ د پاللو مسئولیت ور په غاړه دی.

هغه وايي: “سوک وهنه مې شوق دى، پرېښودلاى يې نشم. خو مزدوري هم زموږ مجبوريت دى، له دې څخه خپله نفقه ګټم.”

خاکسار وايي د کار روزګار ترڅنګ ورته د لوبې او تمرین دپاره ډېر کم فرصت برابریږي. سوک وهونکي په خپل فارغ وخت کې نورو ځوانانو ته هم روزنه ورکوي خو وايي، له دې کار څخه کومه مالي ګټه نه ترلاسه کوي.

خاکسار پدې خواشینی دی چې په کډوالۍ کې د خپل مسلک د پرمخ وړلو دپاره ورسره د مرستې او همکارۍ کومه اداره نشته.

د عظيم خان ملګرى او استاد هجرت خان وايي، د هغه په څېر ډېر نور مسلکي افغانان هم په کډوالۍ کې له ورته ستونزو سره مخامخ دي، او د ملاتړ څوک نلري.

خو عظیم خان هیله نده بایللې او وايي یوه ورځ به یې د افغانستان د ملي اتل کېدو خوب ریښتیا شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان ته کډه شوی افغان سوک وهونکی: اتل کېدو هیله یې په زړه پاتې ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*