سيلابونو په افغانستان او پاکستان کې په لسونو کسان وژلي

سيلابونو په افغانستان او پاکستان کې په لسونو کسان وژلي
سيلابونو په افغانستان او پاکستان کې په لسونو کسان وژلي

د درنو موسمي ورښتونو په نتيجه کې جاري شوو سېلابونو په تېرو درو ورځو کې په افغانستان کې ۳۱ کسان مړه کړي او په لسونو نور لادرکه دي. پاکستان کې هم د سيلابونو او ځمکې ښوېدنې په پېښو کې ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند، شفيع الله رحيمي د يکشنبې په ورځ وويل چې په دغو سيلابونو کې ۳۱ کسان مړه، ۷۴ ټپیان او ۴۱ نور لادرکه دی. سيلابونه په کابل، میدان وردک او غزني ولایتونو کې راغلي دي. د رحيمي په خبره سېلابونو تر ټولو ډېر تلفات د کابل په لويديځ او میدان ورک کې اړولي دي. په وينا ېې شاوخوا ۲۵۰ څاروي هم تلف شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبيح الله مجاهد وايي د میدان وردک ولایت په جلریز کې ۱۲ کسان مړه شوي او ۴۰ نور لادرکه دي. هغه زیاته کړې چې د نجات ډلو د ژغورنې او لټون عملیات پيل کړي دي.

د میدان وردک د والي دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې په سلونو کورونه تخریب او یا له منځه تللي او باور پر دې دی چې لادرکه شوي کسان به د نړېدلو کورونو تر خاورو لاندې شوي وي. په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې په سونو کيلومتره مربع کرهڼيزې ځمکې هم اوبو وړي او د سېلابونو له کبله د کابل-بامیان لویه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

په افغانستان کې وروښتونو دغه ځاني او مالي زیانونه په داسې حال کې اړولي چې دمخه هم د افغانستان خلکو د جګړو او بحرانونو سخت کړاونه ګاللي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو څانګې په اپرېل میاشت کې وويل چې افغانستان د دريم پر له پسې کال له پاره له وچکالۍ او د دوهم پرله پسې کال له پاره له سخت اقتصاد بحران سره مخ دی په داسې حال کې چې لسیزو جګړو او پر له پسې طبيعی آفتونو هم سخت ټکولی دی.

د آرشیف انځور - د پاکستان په سږنیو سیلابونو کې چې د جون له ۲۵مې پیل شوي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۱ تنو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړي دي
د آرشیف انځور – د پاکستان په سږنیو سیلابونو کې چې د جون له ۲۵مې پیل شوي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۱ تنو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړي دي

په ګاونډي هېواد پاکستان کې هم سيلابونو او د ځمکې ښوېدنې په پېښو کې ۱۳ کسان مړه او ۷ نور ټپيان شوي دي. د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، ۹ کسانو په خيبر پښتونخوا ایالت کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ګلګيت بلتيستان په سکاردو سیمه کې د ېوې کورنۍ ۴ غړي هغه وخت تلف شول چې ځمکې ښوېدنې ېې موټر لاندې کړ.

د پاکستان د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي چې د جون مياشتې پر ۲۵مه د موسمي وروښتونو له پيل راهیسې په سېلابونو کې ۱۰۱ کسان مړه شوي چې په هغو کې ۱۶ ښځې او ۴۲ ماشومان هم شامل دي. دوی وايي سيلابونو په خیبر پښتونخوا کې ۷۴ کورنه هم ويجاړ کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سيلابونو په افغانستان او پاکستان کې په لسونو کسان وژلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*