د پاکستان یو سرتیری شمالي وزیرستان کې وسله والو سره په نښتې کې وژل شوی

د پاکستان پوځ یکشنبه سپټمبر ۱۰ (وږي۱۹) ویلي چې یو سرتیری تیره شپه د شمالي وزیرستان د میر علي په ښارګوټي کې د وسله والو سره په نښتې کې وژل شوی.

په اعلامیې کې ویل شوي چې پوځ دې سیمې ته د “ترهګرو” لټون پسې ورغلي و چې نښته وشوه. دا سیمه د پخوا راهیسې د پاکستاني طالبانو یو قوي مرکز دی.

د تورخم په دروازې کې د چارشنبې ورځې جګړې راهیسې دا لار د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده ده.

د پاکستان دې جګپوړي دیپلومات دا هم ویلي چې افغانستان مسؤل دی د هغو بریدونو مخه ونیسي چې د هغه په وینا سرمنشه یې د افغانستان څخه ده.

په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمن کیدو راپدیخوا په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي بریدونو زور اخیستی او اسلام آباد ادعا کوي چې ددې ډلې مشران په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځایه پدې هیواد کې د بریدونو بندوبست کوي.

پاکستاني چارواکو تیره اوونۍ هم د طالبانو غوښتي و چې پر دغه هیواد باندې دې د افغانستان له خاورې د ترویستي بریدونو مخه ونیسی او په دې برخه کې دې خپل مسولیت ترسره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ پاکستان او افغانستان سرحد سره نږدې چترال کې تیره اوونۍ د پاکستان په امنیتي پوستو د تحریک طالبان پاکستان د ډلې بریدونو ته په اشارې یو خبري کنفرانس کې جمعه سپټمبر ۸مې وویل، چې پدې هکله یې خپلې اندیښنې طالبانو حکومت سره شریکې کړي دي.

میرمن بلوڅ وویل: “مونږ ددې وروستۍ پیښې په اړه خپلې اندیښنې د افغانستان منځ مهالې ادارې (طالبانو حکومت) چارواکو ته رسولي دي. زمونږ تمه داده، چې هغوی خپل مسوولیت ادا کړي او د پاکستان پر وړاندې د ترویستانو له خوا د تروریستي اقداماتو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي”.

پاکستاني چارواکي وایي چې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړنیو اتو میاشتو کې د وسله والو په بریدونو کې د پاکستان سلګونه امنیتي ځواکونه وژل شویدي چې د پوځ ۲ سوه افسران او سرتیري هم پکې شامل دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده، خو د دې ډلې سخت دریځي د افغان طالبانو نږدې متحدین دي. دغه ډله غواړي چې د پاکستان حکومت نسکور کړي او په هغه هېواد کې اسلامي حکومت جوړ کړي.

شمالي

له

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان یو سرتیری شمالي وزیرستان کې وسله والو سره په نښتې کې وژل شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*