
شمع هدایت ښوونځي کې د چاودنې جزییات؛ زدهکوونکي څنګه ټپیان شول؟
د کابل ښار په اتلسمه ناحیه کې د «شمع هدایت» ښوونځي له چاودنې شپږ ورځې وروسته، لا هم د پېښې نښې په سیمه کې لیدل کېږي؛ هغه چاودنه چې د مازدیګر شاوخوا ۴:۵۰ بجې وشوه او له امله یې تر ۵۰ ډېر زدهکوونکي ټپیان شول.
خو دا پېښه څنګه رامنځته شوه؟
د دغه ښوونځي زدهکوونکی، سردار وایي: «ما په همدې میدان کې یو شی پیدا کړ چې د ډبرین قلم په څېر و. په جیب کې مې کېښود او ښوونځي ته مې یووړ. د تفریح پر مهال مې ضیا ته وښود، هغه وویل چې دا مرمۍ ده. وروسته مې علي ته وښود، هغه هم وویل چې مرمۍ ده. کله مې چې بېرته ترې وغوښته، راته ویې ویل چې اوس دا زما شو.»
د ښوونځي بل زدهکوونکي علي وویل: «مرمۍ وه، سردار ښوونځي ته راوړې وه. ما له سردار څخه واخیسته چې ویې ګورم. په صف کې وم چې له لاسه مې ولوېده او چاودنه یې وکړه.»
الهام هم وویل: «د زدهکوونکو په لاس کې مې یو ډېر زوړ اوسپنیز شی ولید. زه نه پوهېدم چې چاودېدونکي توکي دي، خو ومې لیدل چې له یوه زدهکوونکي بل ته انتقال شو او بیا یې په جیب کې کېښود.»
د ښوونځي مالي مدیره هم وایي، د چاودنې پر مهال ګڼ زدهکوونکي ټپیان شول او د درملنې لپاره روغتونونو ته ولېږدول شول.
د نوموړې په وینا، له پېښې شپږ ورځې وروسته یو شمېر ټپي زدهکوونکي له روغتونونو رخصت شوي او روغتیایي وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.
د ښوونځي مالي مدیرې کاملې وویل: «داسې ژور ټپونه مو نه درلودل چې د چا لاس یا پښه له منځه تللې وي. زدهکوونکي ټپیان شول، خو له نېکه مرغه لاسونو او پښو ته یې جدي زیان نه دی رسېدلی.»
دې پېښې یو ځل بیا د ناپېژاندو شیانو او د جګړې د پاتې شونو د لېږدولو او لمس کولو خطرونه په ډاګه کړي؛ په ځانګړې توګه په ښوونیزو چاپېریالونو کې، چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو شتون د دا ډول پېښو خطر لا زیاتوي.
د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزارتونو او د اسلامي نړۍ د همبستګۍ سازمان عمومي منشي هم په خپلو تازه غبرګونونو کې د افغانستان له خلکو او د دې پېښې د ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
لومړی نظر وکړئ on "شمع هدایت ښوونځي کې د چاودنې جزییات؛ زدهکوونکي څنګه ټپیان شول؟"