د ضرب‌الاجل پای؛ د تورخم له لارې د راستنېدونکو شمېر درې برابره زیات شوی

افغان کډوالو ته د پاکستان لنډمهالي حکومت له خوا د ټاکل شوي ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو سره، د تورخم له لارې د راستنېدونکو شمېر درې برابره لوړ شوی دی.

د چارواکو په وینا، نن (چهارشنبې، د لړم په ۱۰مه) د ضرب‌الاجل له پای وروسته په لومړۍ ورځ درې زره کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

ورته مهال، ځينې راستانه شوي کډوال وايي، نړۍواله ټولنه دې له پاکستان سره د افغان کډوالو په نوم مرستې بندې او خپل ټول پام دې هغو افغانانو ته واړوي چې یاد هېواد یې په جبري توکه افغانستان ته اړوي.
                        
تازه راستون شوی کډوال احمدالله طلوع‌نیوز ته وویل:«پر موږ باندې له فلسطینه هم ډېره سخته ده، زه خپلو تورسرو (ښځينه‌وو) او ماشومانو ته نه‌شی کتلی.»
                   
تازه راستون شوی کډوال شکيل احمد هم وايي:«ځمکه یې ځکمه لیکلي، که د چا هټۍ دي هغه یې هټۍ لیکلي، د چا چې مارکېټونه دي هغه یې مارکېټونه لیکلي دي. دا خبره هم په‌کې شته، کېدای شي چې ساعت په ساعت خبرې زیاتې دي چې دا ټول ضبط کوي.»

ضرب‌الاجل
           
کډوال وايي، پاکستانی حکومت يوازې هغه افغانان له خپلې خاورې په اجبري توګه ایستلو ته اړ باسي چې غريب کاره دي. دوی له هغو افغان کډوالو چې پاکستان کې يې مېليونونه پانګونه کړې، غوښتنه کوي چې خپلې پانګې افغانستان ته ولېږدوي.
                  
تازه راستون شوی کډوال شريف االله د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«ښکته وضعیت زښته زیات خراب و، موږ په خپله بټۍ کې خښتې اچولې د شپې به راباندې راغلل، بي عزتي به یې هم کوله، د ډېرو خلکو بي عزتیانې یې وکړې. ما په خپله په ۹۰ زره موټرسایکل اخیستی و، په ۱۵ زره یې له ما نه واخیست.»
                   
تازه راستون شوی بل کډوال وحيدالله هم وايي:«هلته که کارټ ولري او که ونه‌لري چې غریب او عاجزه وي دوی ته هلته ژوند نشته. او داسې مارکېټونه او داسې هټۍ، هلته موږ کار کاوه د افغانانو ډېر غټ غټ دوکانونه شته، هغه کسان هلته پراته دي او هغوی ته څوک غږ هم نه‌کوي.» 

اخوا مسوولان د کډوالو څپې په چټکېدو د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکوي او په خبره يې د تورخم ښارګوټي ته څېرمه يې پنځه زره کډوالو ته د لنډمهالې هستوګنې پنډغالي جوړ کړي دي.
             
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقاني وايي:«څنګه کولای شو زموږ هغه وروڼه چې په بهر کې دي او یا  ځمکه نه‌لري او یا غواړي چې هلته دوی خپله پانګونه وکړي، سوداګری وکړي، د دغو ټولو لپاره موږ ډېر ښه پروګرام نیولی دی او زه ډاډ درکوم چې تراوسه الحمدالله تراوسه پورې ۲ مېلیارده بودیجه ځانګړې کړې ده یوازې به یې په لومړنیو خدمتونو لګوو.»

ضرب‌الاجل
                      
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون هم وویل:«د ورکړل شوي ضرب‌الاجل څخه یو په درې برابره دغه سلنه زیاته شوې، او ډېر شمېر کډوال راستنېږي.»

د معلوماتو له مخې افغان کډوالو ته د پاکستان لنډمهالي حکومت له لوري د ضرب الاجل له اعلان را وروسته د تورخم له لارې ۲۵ زره کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې او دا لړۍ ورځ تر بلې په چټکېدو ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ضرب‌الاجل پای؛ د تورخم له لارې د راستنېدونکو شمېر درې برابره زیات شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*