طالبانو په کونړ کې د دوو داعش جنګیالیو د وژلو ادعا کړې

۸صبح، کونړ: په کونړ کې طالب امنیتي چارواکو ادعا کړې چې په دغه ولایت کې یې د داعش دوه جنګیالي وژلي او یو یې ژوندی نیولی دی.

په کونړ کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان ویلي چې دا کسان چهارشنبه د وري پر ۲۲مه د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د یو لړ شپنیزو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړی چې له نیول شوي کس څخه څېړنې روانې دي او وروسته به قضايي ادارو ته وسپارل شي.

هغه یادونه کړې چې له دغه کس څخه دوه میله وسله هم ترلاسه شوې ده.

تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه ویلي نه دي.

د کونړ څوکۍ ولسوالۍ هغه ولسوالۍ ګڼل کېږي چې د راپورونو په حواله د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم داعش ډله پکې فعاله ده او وخت ناوخت یې له طالب ځواکونو سره د نښتو خبرونه خپرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې طالب چارواکو په وار وار ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې نه شته.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "طالبانو په کونړ کې د دوو داعش جنګیالیو د وژلو ادعا کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*