عمران خان په درې کاله بند له محکومېدو وروسته د پنجاب پولیسو نیولی دی

عمران

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د دولتي ډالیو په قضیه کې د محکمې په امر نیول شوی دی.‌ نوموړی په لاهور کې د پنجاب پولیسو د محکمې له پرېکړې سملاسي‌ وروسته په خپل کور کې نیولی دی.

په اسلام اباد کې د یوې محکمې قاضي همایون دلاور‌ ویلي، د عمران خان پرضد لګول شوي تورونه ریښتیا ثابت شوي‌ او په درې کاله بند محکوم شوی دی.‌

دغې محکمې په خپله پرېکړه دا هم ویلي‌ چې ښاغلی خان په “ناسمو کړنو” ملامت دی.‌ د عمران خان د ګوند ویاند د محکمې پرېکړه ناسمه بللې او وايي په سترې محکمې ته به اپیل کوي.

پر عمران خان تور و چې د واکمنۍ پرمهال ورکړل شوې ډالې یې پلورلې دي.

د نن “شنبې‎” محاکمه په اسلام اباد کې دعالي محکمې په امر د دولتي ډالیو د قضیې یا توشه خانې د اورېدو لپاره جوړه شوې وه.‌

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون یوه غړي امجد پرویز ویلي، عمرخان خان به د پنځو کلونو لپاره په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستی،‌ ځکه د هغه په وینا د محکمې په حکم محکوم شوی دی.‌

یزید

د محکمې اورېدنه څو ځلې د دې لپاره نن ځنډېدلې وه چې د عمران خان وکیلان محکمې ته نه و حاضر شوي خو وروسته یې خپله پرېکړه د هغوی په نشتون کې اعلان کړه.‌

د محکمې له پرېکړې وروسته، عمران خان د لاهور په زمان پارک کې په خپل کور کې نیول شوی دی.‌ په زمان پارک کې د بي بي سي خبریالان وايي‌ چې پولیسو ځینې هغه کسان نیولي‌ هم دي‌ چې د عمران خان په پلوۍ یې هلته اعتراض کړی و.‌

په عمران خان په یوه وېډیویي پيغام کې چې ظاهرا له نیول کېدو یې لږ مخکې ثبت کړې، له خپلو پلویانو غوښتي چې د نیولو پرضد یې لاریونونه وکړي او په کور غلي پاتې نه شي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئد ویډیو تشریح، خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Twitter پای

نوموړی له خپلو پلویانو دا غوښتنه هم کړې “سوله ییز او پياوړي” و اوسېږي. کله چې د روان کال په مې کې عمران خان په لومړي‌ ځل په محکمه کې ونیول شو،‌ پلویانو یې تاوتریخجن لایونونه وکړل چې د وېجاړیو ترڅنګ یې مرګژوبله اړولې وه.‌

له نیول کېدو څو ورځې وروسته، عمران حان د سترې محکمې په حکم بېرته خوشي شو، خو د ښاغلي خان په وینا د تحریک انصاف ګوند نژدې ۱۰ زره غړي بندیان شول چې ګڼ یې لا هم په زندانونو کې دي.

له هغې وروسته د ده په وینا “د تحریک انصاف ګوند د مشرتابه ګڼ‌ مشران د ګوند پرېښودو ته مجبور کړل شوي.‌”

عمران خان تل تور پورې کوي‌ چې د پاکستان استخباراتي‌ اداري‌ او پوځ هڅه کوي چې تحریک انصاف ګوند له منځه یوسي. ښاغلی خان مخامخ د پوځ پر اوسني مشر کلکې نېوکي کوي.

تېره اوونۍ یې له بي بي سي‌ سره په مرکه کې ویلي و،‌ چې د پاکستان پوځ د ټاکنو له پایلو وېره لري.‌

عمران خان د ۲۰۱۸ کال ټولټاکنو کې له بریا وروسته د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو، خو له څه کم څلور کاله واکمنۍ وروسته تېر کال په پارلمان کې د باور رایې ترلاسه کولو کې پاتې راغی او له دندې ګوښه شو. ځینې په دې باور دي، چې د نوموړي ګوښه کېدو اصلي لامل له پوځ سره مخالفت و.

د عمران خان له نېول کېدو وروسته د زمان پارک شاوخوا څه تېریږي؟

د پنجاب ایالت د اطلاعاتو او کتلور سرپرست وزیر عامر میر ویلي د عمران خان له نېول کېدو وروسته پولیسو هغه پلازمینې اسلام اباد ته بیولی دی.

ویل کیږي چې نوموړی د هوا له لارې اسلام اباد ته رسول شوی.

د پاکستان د دغه پخواني لومړي وزیر له نېول کېدو وروسته د لاهور په زمان پارک سېمه کې د هغه کور شاوخوا ځای ځای خلک لیدل کېږي. تېر ځل د هغه له نېول کیدو وروسته د پاکستان په ډېرو سیمو کې خلک واټونو ته راووتل او د حکومت ضد پراخې مظاهرې یې وکړې.

منبع

1 Comment on "عمران خان په درې کاله بند له محکومېدو وروسته د پنجاب پولیسو نیولی دی"

  1. عمران خان سره به د دولتي ډاليو حساب کيږي محکمې اوس هم لګه سزا ورکړی ده

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*